افغانستان
جنرال سکاټ مېلر: د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نهلري
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان وایي، هغه وخت رارسېدلی دی چې د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره سیاسي حل لارې ته پاملرنه زیاته شي.
امریکایي جنرال سکاټ مېلر اېن بي سي ټلوېزیون ته وویل، د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نهلري او دا جګړه طالبان هم د جګړې له لارې نهشي ګټلی.
سکاټ مېلر روان کال د سپټمبر په دوهمه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان شو.
دی په داسې وخت کې پر سوله ټینګار کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات د سپټمبر په پنځمه زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ریچارډ بینیټ: د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره د بشري مرستو په برخه کې دې جنسیت او بشري حقونو ته پام وشي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ د افغانستان په شمال کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له زیانمنو شویو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ هغوی ته د جنسیت او بشري حقونو پربنسټ د بشري مرستو رسولو غوښتنه کړې ده. ښاغلي بینیټ د دوشنبې په ورځ پرخپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې په دې اړه نورجزیات ندي ورکړي خو پرښځو د طالبانو له خوا لګول شویو محدودیتونو ته په پام سره چې دوی یې د نورو برخو ترڅنګ د ملګروملتونو په ادارو او نړیوالو مرستندویه موسسو کې له کارکولو راګرځولي، له دا ډول طبیعي پیښو سره انتقادونه راپورته کیږي چې د زیانمنو شویو ښځو او نجونو سم لاسنیوی نه کیږي.
ښاغلي بینیټ له دې مخکې د اوکتوبر په دیرشمه پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي وچې ده نن خپل راپور د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې کړاو خبرداری یې ورکړچې افغانستان نن ورځ د جنسیتي برابرۍ له ترټولو سختې او سیسټماټیکې ځپنې سره مخامخ دی. د نوموړي په خبره ده له دولتونو څخه غوښتنه کړې چې طالبان عادي ونه ګڼي او د بشري حقونو په اړه ټینګ ودریږي.
چین وایي چمتو دی چې د زلزلې له زیانمنوشویو سره مرسته وکړي
چین وایي، چمتو دی چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي. د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یوازې دومره وویل چې چین چمتو دی چې له افغانستان سره د اړتیاوو په پوره کولو مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او ۹۴۵ نور ټپیان دي. دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی، د افغانستان شمالي ولایتونه په تېره بلخ او سمنګان ولړزول او ټکانونه یې ان په کابل او نورو ولایتونو کې هم حس شول.
د افغانانو یوه بله ډله له پاکستان څخه جرمني لاړه
یوه بله ډله هغه افغانان چې له مخکې په جرمني کې منل شوي، نن سې شنبې په یوه مسافروړونکې الوتکه کې د اسلام آباد له هوایي ډګرڅخه د جرمني پر لور روان شول. د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې دغه افغانان چې شمیر یې ندی ښودل شوی، لومړی د ترکیې استانبول او له هغه ځایه د جرمني هانوور ښار ته رسیږي.
دا لیږد د جرمني د هغو پروګرامونو یوه برخه ده چې په ځانګړي ډول د زیانمنونکو افغانانو، لکه د پخوانیو سیمه ایزو کارکونکو، د بشري حقونو د مدافعینو او نورو د خوندیتوب او ملاتړلپاره ځانګړې شوي دي. ډیری افغان کورنۍ په اسلام آباد کې له میاشتو او کلونو راهیسې جرمني ته د تلو انتظارباسي. د جرمني د محافظه کارانو په مشرۍ ایتلافي حکومت په تیره می میاشت کې د ځانګړي زیان منونکو افغانانو لپاره د بیا میشتیدنې پروګرام وځنډاوه. خو له دې سره سره یوشمیر افغانانو ته چې په جرمني کې د میشتیدو لپاره په محکمو کې یې دعواوې وړي، تراوسه ویزې ورکول کیږي.
د جرمني د حکومت په وینا، شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان چې جرمني ته د تلو مستحق پیژندل شوي یا ورته د منلو ژمنې ورکړل شوي، تراوسه په پاکستان کې پاتې دي.
د افغانستان او څلورو نورو هېوادونو دریو میلیونو وګړو ۲۰۲۴ کال کې له لویدیځو هېوادونو د پنا غوښتنې کړي
په لویدیځو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د دوسیو شمېر یو نوی ریکارډ جوړ کړ.
افغانستان، سوریه، وینزویلا، کلمبیا او هند هغه هېوادونه دي چې لږ تر لږه ۳ میلیونو وګړو یې تېر ۲۰۲۴ کال د پناه اخیستلو غوښتنې کړي.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان په یوه تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی راغلي چې د پناه غوښتونکو دا شمېر د وړم ۲۰۲۳ کال په نسبت ۱۳ فیصده زیات دی.
د پاسنیو دریو میلیونو کسانو له ډلې چې ۲۰۲۴ کال یې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان په غړو هېوادونو کې د پنا غوښتنې کړي لږ تر لږه نیمایي په امریکا متحده ایالتونو کې دي.
نږدې ټول اروپايي هېوادونه، انګلستان، کاناډا، امریکا او جاپان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان غړي هېوادونه دي.
د پاکستان پوځ وايي امریکا ته یې اجازه نه ده ورکړې چې پر افغانستان د دوی له خاورې برید وکړي
پاکستاني رسنیو دا خبره د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال احمد شریف چوهدري په حواله کړې ده.
چوهدري د دوشنبې په ورځ په یوه ناسته کې خبریالانو ته ویلي: اسلام اباد له واشنګتن سره داسې کومه هوکړه نه لري چې په اساس یې پر افغانستان برید ته اجازه ورکړي.
د پاکستان د پوځ ویاند دا خبره داسې وخت کړې چې د راپورونو له مخې طالب چارواکو له هغې ډلې د دوی د حکومت جګپوړي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي امریکايي ډرونونه د پاکستان له لارې افغان خاورې ته دننه کېږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ تېره میاشت خونړۍ نښتې وشوې خو بیا د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دواړو خواو اوربند ته غاړه کېښوده.
تمه ده د نومبر په شپږمه د اوربند د دوام او اړوندو چارو په اړه یو وار بیا طالب او پاکستاني چارواکي او د نورو هېوادونو منځګړي مرکچیان سره جرګه شي.
بلخ او سمنګانو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۵۳۰ نور ډېر کسان ټپیان دي
د بېګانۍ زلزلې د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۰ تنو او د ټپیانو شمېر ۵۳۴ ته پورته شوی.
دا خبره د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن په یوه بیان کې کړې ده.
هغه زیاته کړې ټولو روغتونو امر شوی چې د زلزلې ټپیانو ته عاجله رسیدګي وکړي.
د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه درې درجې زلزله بیګا شاوخوا یوه بجه وشوه چې مرکز یې مزار شریف ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو متره ژور و.
رویټرز د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په حواله ویلي چې زلزلې تر ډیره بلخ او سمنګان ولایتونو کې خلک زیانمن کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ د بیړنیو حالاتو او ژغورنې ټیمونه زیانمنو شویو سیمو ته رسیدلي دي.
افغان کریکټ لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ټولې سیالۍ وګټلې
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۳ د صفر په وړاندې وګټله.
د دغو دریو لوبو وروستۍ سیالي پرون وشوه چې افغانستان کوربه هېواد ته ۲۱۱ منډې هدف ورکړ.
د زیمبابوې لوبډلې که څه هم په دفاع کې پر افغان لوبډلې فشار زیات کړی و او ښې منډې یې وکړې، خو د لوبې په وروستیو شیبو کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول او افغانستان په ۱۱ منډو لوبه وګټله.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زیمبابوې څخه دوه نورې شل اوریزې لوبې هم ګټلې وې.
د پاکستان دفاع وزیر وايي له افغانستان سره ټولې چارې ځنډول شوي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي د تورخم لاره د غیرقانوني افغان اتباعو د ایستلو په هدف پرانیستل شوې ده، او هلته به هیڅ سوداګریز فعالیت ترسره نشي.
هغه دا خبره له جیونیوز سره په یوه مرکه کې چې بېګا خپره شوې کړې ده.
آصف ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه به دوام مومي تر څو د ده په خبره دا خلک د بیا راتلو پلمه پیدا نه کړي.
خواجه آصف همداراز ویلي چې د ویزو په شمول له افغانستان سره اړوندې ټولې چارې دمګړۍ ځنډول شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون یوه تفصیلي مرکه کې چې له خیبرنیوز سره یې کړې ده د افغان کډوالو اړوند د پاکستان په پالیسیو سختې نیوکې کړي او غیر معقولې یې بللې دي.
هغه همدارنګه د سولې د خبرو په وخت د خواجه اصف ګواښونه ناسم بللي دي.
د بریټانیا په ختیځ کې لږ تر لږه ۹ تنه د چاقو په ګوزارونو مرګوني ټپيان شوي
پېښه شنبه ماښام د کمبریج شایر په یوه ټرین کې دننه شوې ده.
د بریټانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو لږ تر لږه دوه کسان د دغې پېښې په تړاو په هټنګټن تمځای کې نیولي دي.
د بریټانیا صدراعظم دا پېښه کییرسټارمر دا پېښه وحشتناکه او د جدي اندېښنې وړ بللې ده.
افغانستان او زیمبابوې د دریمې شل اووریزه لوبې لپاره سره مخامخ کېږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن (د نوامبر ۲مه) په دریمه شل اووریزه لوبه کې سره مخامخ شي.
دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴ بجو د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده.
نننۍ لوبه به د دریو شل اووریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالي وي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه مخکینۍ سیالۍ دواړه افغانستان ګټلې دي.
افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۹مه د ۵۳ منډو په توپیر او دوهمه لوبه د اکتوبر په ۳۱مه د اوو منډو په توپیر له کوربه زیمبابوې څخه وګټله.