- وال سټریټ ژورنال
امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
مطلب د انتخاباتو په درشل کې د طالبانو د حملو ګواښ او د انتخاباتو په ورځ د رأی ورکولو د مرکزونو ناوخته پرانېستو، د رأی پاڼو کمښت، د بایومټریک وسیلو په کارولو کې ستونزو او د کمېسیون د کار کوونکو نه چمتووالی او د ملکي وګړو او دولتي سرتېرو مرګ ژوبلې ته اشاره کوي او لیکي چې دې ټولو ستونزو ته په پام سره افغانانو په هغو انتخاباتو کې ګډون وکړ چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو لپاره خورا زیات مهم دي.
ورځپاڼه لیکي:
افغانان د پراخ فساد، د امنیت د نشتوالي او د دوی د ورځنیو ستونزو په حل کې د پاتې راتلو له کبله پر خپل حکومت بې باوره دي.
وال سټریټ ژورنال لیکي، سره له دې چې په قانوني شرایطو برابرو یوازې په سلو کې ۵۸ خلکو خپل نومونه د رأی ورکولو لپاره ثبت کړي دي، خو بیا هم خلک د تلې یا میزان په ۲۸ مه په یوه لمرینه ورځ په دې هوډ راوتلي وو چې د خپلې راتلونکې لپاره رأی ورکړي.
وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي، د مرستندویو هېوادونو لپاره چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې یې له افغانستان سره د څو میلیارد ډالرو مرسته کړې هم دا انتخابات مهم دي ځکه نړیواله ټولنه په پام کې لري چې په نوومبر میاشت کې په ژنیو کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د یوه باثباته سیاسي سیسټم د جوړولو په برخه کې د افغان حکومت پرمختګ وارزوي.
- سټارز اېنډ سټرایپس
د امریکا چاپ سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل هغې وینا ته اشاره کوي چې وايي، دی ډاډه دی افغان ځواکونه د انتخاباتو او د افغانستان د راتلونکي د امنیت د ټینګولو وړتیا لري.
جنرال ووټل چې په قطر کې د امریکا په پوځي اډه کې خبریالانو ته څرګندونې کولې له انتخاباتو دوه ورځې مخکې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژنې ته اشاره وکړه او ویې ویل، دا پېښه به د افغانستان له جګړې او د طالبانو پرضد په جګړه کې له افغان ځواکونو څخه د امریکا ملاتړ زیانمن نهکړي.
خپرونه د مطلب په دوام لیکي چې پر جنرال رازق حمله د هغې درنې دندې اهمیت په ډاګه کوي چې د ټرمپ اداره یې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې په برخه کې لري.
د سټارز اېنډ سټرایپس په وینا د جنرال ووټل څرګندونې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس د هغې وینا انعکاس و چې د جمعې په ورځ یې وکړه.
ښاغلي مټېس په سنګاپور کې په یوه امنیتي غونډه کې وویل چې امریکا د افغانانو په مشرۍ او ګډون د پخلاینې بهیر ته ژمنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاده سره اوسنۍ خبرې او همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الېس ویلز سره د جولای میاشتې خبرې تأیید کړې دي.
سټارز اېنډ سټرایپس د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي، د دې ډول پټو خبرو خطر دا دی چې په نتیجه کې یې افغان حکومت په حاشیه کې پاتې کېږي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې ډېری مطالب د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه چاپ کړي دي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې پهدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغانانو یو ځل بیا ثابته کړه چې ولسواکۍ ته ژمن دي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، خلک د ولسواکۍ پر ارزښتونه د ولاړ نظام د پایښت لپاره د هر راز ترهګریزو بریدونو او تاریخي قسم خوړلي دښمن له ګواښونو سره بیا هم راووتل او په پوره زړورتیا سره یې په پارلماني ټاکنو کې د سترو قربانیو په منلو سره ګډون وکړ.
ورځپاڼه لیکي:
دې دا په ثابته کړه چې افغانان د هر ډول زور او جبر او یا هم د ترهګرۍ پرضد درېدلي او له دغو پدیدو کرکه لري.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله لیکلي، که څه هم د وطن دښمنانو د افغانستان د مشروع او د خلکو پر رأیو د ولاړ نظام سره د مخالفت له مخې وغوښتل چې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې ګواښونه وکړي، خو افغان ولس په خپل پراخ ګډون سره دوی ته ښه ځواب ورکړ.
په مطلب کې د ښاغلي عبدالله په حواله دا هم راغلي چې که څه هم د بشپړ امنیت تضمین ستونزمن دی، خو د انتخاباتو د امنیت لپاره ټولې هڅې شوې وې.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطب کې د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ په حواله لیکلي چې د انتخاباتو پر مهال د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په کارونو کې نیمګړتیاوې یوازې په عذر غوښتلو نه خلاصېږي.
په مطلب کې راغلي چې د دغه کمېسیون رئیس یوسف رشید ویلي، د یاد کمېسیون ناسم مدیریت د دې لامل وګرځېد چې ډېری خلک خپله رأیه ونه کاروي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې په انتخاباتو کې د بایومټریک سیسټم نه د استفادې په برخه کې د لازم چمتوالي د نه شتون له امله یاد سیسټم د اسانتیاوو برابرولو پر ځای د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې ستونزې جوړې کړي.
دنیا دغه شان په خپل یو بل مطلب کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون په حواله لیکلي چې د انتخاباتو په ورځ له زرو نه زیات د رأی ورکونې مرکزونه تړلي وو او خلک دوی ته په نېږدې محلونو کې د رأی ورکولو له حقه محروم شول.
زورواکو د انتخاباتو په پروسه کې مداخله کړې.
په مطلب کې د یاد کمېسیون د مشرې سیما سمر په حواله راغلي چې په انتخاباتي محلونو کې ستونزې او سرغړونې موجودې وې چې د انتخاباتو کمېسیون باید په شعار ورکولو سره پرې سترګې پټې نهکړي.
- اصلاح
اصلاح ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په حواله په خپل یو مطلب کې لیکلي چې زورواکو د انتخاباتو په پروسه کې مداخله کړې، خو په مطلب کې ویل شوي چې نوموړي د کومې خاصې ډلې یا شخص نوم یاد نهکړ.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.
«بالاخره د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول.»
خو ورځپاڼه لیکي:
- دا چې موږ څه ډول ولسي جرګه ولرو؟
- څومره به د ولس رأی د وکیلانو په انتخاب کې رول ولري؟
- ولس ته به یې پایلې د منلو وړ وي که نه؟
- راتلونکې ولسي جرګه به هغه مشروعیت ولري او که نه؟
دا هغه پوښتنې دي چې سمدستي ورته ځواب ویل له وخته مخکې دي.
په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د ټاکنو د ۱۴ مرکزونو د امنیت د تأمینولو په خاطر د بلخ امنیتي ځواکونو ورسره همکاري نهده کړې او منفي ځواب یې ورکړی دی.
د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر محمد ظاهر اکبري وايي چې له ۳۱۵ ټاکنیزو مرکزونو څخه په ۲۸۰ مرکزونو کې خپلو د رأی کارونې سټېکرونه اخېستي وو چې له دې ۲۸۰ مرکزونو څخه ۲۷ مرکزونه د ناامنۍ او محلي زورواکو د مداخلې له وجهې د انتخاباتو په ورځ بند وو.
په بلخ کې د ټاکنو بهیر له ځنډ او د وسله والو له حملو سره پیل شو
ښاغلي اکبري وویل:
"له ۲۸۰ مرکزونو څخه په ۲۴۶ مرکزونو کې انتخابات ترسره شول، اووه مرکزونه د محلي زورواکو او قومي مشرانو د مداخلې او امنیتي ګواښونو له امله وتړل شول او همدار راز په مجموعي توګه په ۲۷ مرکزونو کې خلکو رأی ونه کارولې او بند وو."
د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وايي چې تر ټولو لږه رأیه د چهاربولک ولسوالۍ خلکو استعمال کړه.
د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر محمد ظاهر اکبري
د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر په خبره چې دوی هڅه وکړه، د میزان په ۲۹مه نېټه د چهاربولک ولسوالۍ په ۱۴ انتخاباتي مرکزونو کې ټاکنې ترسره کړي، خو د بلخ امنیتي ځواکونو ورسره همکاري ونهکړه او د امنیت د تأمینولو په اړه یې منفي ځواب ورکړ.
ښاغلي اکبري زیاته کړه:
"جګړه وشوه، امنیتي ګواښونه په لوړه کچه وو، په چهاربولک ولسوالۍ کې خلک ډېر لږ وو. د کمېسیون فیصله دا وه چې د چهاربولک په ۱۴مرکزونو کې د بیا ځل لپاره انتخابات وشي، خو متاسفانه چې امنیتي ځواکونو موږ ته مثبت ځواب رانهکړ او په چهاربولک کې یې د مرکزونو د خوندي ساتلو په اړه معذرت وغوښت."
د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر محمد ظاهر اکبري وايي چې پهدې ولایت کې د قومي مشرانو او محلي زورواکو د مداخلې له امله دوه ټاکنیز مرکزونه د انتخاباتو په ورځ بند شول او څلور نور مرکزونه د ناڅاپي ناامنۍ په رامنځته کېدو سره وتړل شول.
د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر په خبره چې د پارلماني ټاکنو په ورځ دې ولایت کې د یوه نوماند څلور ناظران د نامعلومو کسانو لهخوا ووژل شول او یو تن په شولګره ولسوالۍ کې په ټاکنیز مرکز د ماین چاوندې له امله لهمنځه ولاړ.
د بلخ پوليسو د مزارشريف په يوه جومات کې د ۴ کسانو مړي موندلي
په همدې حال کې د بلخ امنیه قوماندان اکرم سامع ادعا کوي، په پلان شوېو سیمو کې دوی د میزان په ۲۸مه د انتخاباتي مرکزونو امنیت تأمین کړ او ټاکنې ترسره شوې، خو د میزان په ۲۹مه د ټاکنیزو مرکزونو د پرانېستلو غوښتنه د نا امنۍ له امله رد شوه.
د بلخ امنیه قوماندان پهدې اړه وویل:
"کومې سیمې چې زموږ په پلان کې شاملې وې د ملي امنیت او ملي اردو ځواکونو سره په ګډه امنیت ورته تأمین وساته چې پهکې ټاکنې ترسره شوې. په ځینو نورو سیمو کې چې کمېسیون د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه هلته ګواښونه لوړ دي او د پخوانی ارزیابۍ له مخې هغه مرکزونه تړل شوي اعلان شوي دي."
په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ماښام د بلخ په مرکزي محبس او په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د ټاکنو دوه محلونه پرانېستل چې رأی ورکونو د خپلې خوښې نوماند په وړاندې رایه وکاروله.
راپور: مجیب الرحمن حبیبزی، بلخ
د خېبر پښتونخوا په مرکز او نورو سیمو کې مېشت افغان کډوال خوښي ښيې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټولټاکنې په کامیابۍ او ارامه فضا کې ترسره شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشت په ۲۰مه او ۲۱ مه نېټه په افغانستان کې د ولسي جرګې ټولټاکنې وشوې چې د دغه جرګې د ۲۲۵ څوکیو لپاره ورته تر ۲ زرو زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي وو.
په خېبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال د دغو ټاکنو په ترسره کېدو خوشحاله دي او هیله لري چې د افغانستان د ولسي جرګې نوي غړي به د هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.
دوی همدا شان وايي، خوشحاله یو چې په افغانستان کې د واک لېږد د جنګ جګړو پرځای په ډیموکراټیکه توګه ترسره کېږي او جمهوریت وده کوي.
په پېښور ښار کې یو شمېر ځوانانو افغانانو په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومت، امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د ټاکنو امنیت یې وساته او له ولس یې وستایه چې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخېسته:
"خلیل کریمي: په هېواد کې په پراخ ډول انتخابات ترسره شول چې ګڼ شمېر ښځو او سړیو په کې ګډون وکړ. موږ ډېر خوشحاله یو چې دا انتخابات په ښه فضا کې په ښه توګه سرته ورسول. موږ له خپلو امنیتي ځواکونو او دولت څخه مننه کوو او له خلکو هم مننه کوو چې د ډیموکراسۍ اصل یې مراعت کړ. یو مضبوط او د ولس په رأیو راغلی پارلمان زموږ راتلونکی تضمینوي.
-محمد نعیم: انتخابات ښه دي چې وشول چې سړی په کې معلوم شي، موږ ټول خوشحاله یو چې یو سر معلوم شي، یو کار جوړ شي. ډېر خوشحاله یو چې دومره خلک راوتلي وو ، شکر چې کومه غټه واقع پهکې ونه شوله.
-عرفان الله: ډېر خوشحاله یو چې انتخابات په ښه طریقه ترسره شول، الله دې وکړي چې ځوان نسل ته رایه ورکړل شوي وي چې د افغانستان د ستونزو او مسئلو اواري وکړي او اېنده لپاره د ستونزو مخنیوی وکړي."
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې له کندهار او غزني پرته په ټولو ولایتونو کې ترسره شول چې افغانان ولس په کې پراخه برخه واخېسته او د خپلې خوښې کاندید ته یې رایه ورکړه.
د یادونې وړ ده چې افغان امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د ولسي جرګې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي وو.