د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، طالبانو هڅه کوله چې انتخاباتي بهیر ګډوډ کړي، خو ونه توانېدل او د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون طالباني فکر او مفکورې ته یو ځواب و.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا له غونډې مخکې له رسنیو سره خبرې کولې وویل چې د خلکو پراخ ګډون په حقیقت کې یوه تاریخي حماسه وه او افغان ولس ته یې له دې امله مبارکي وویله.
نوموړي زیاته کړه:
"په حقیقت کې موږ د یوې تاریخي حماسې شاهدان وو، په هېڅ وجه موږ باید په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون تر شعاوو لاندې رانهولو، په رښتیا هم خلکو ثابته کړه چې دوی خپل حق او مسوولیت ته متوجه دي او خپل مسوولیت یې ادا کړ."
ښاغلي عبدالله وویل چې په ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول په کابل کې د انتخاباتو په اړه ستونزې موجودې وې، شکایتونه هم ثبت شوي چې د نوموړي په وینا انتخاباتي کمېسیونونه باید شکایتونو ته رسیدهګي او ستونزو ته واضح ځواب ووايي.
فیفا وايي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید انتخاباتي سرغړونو او شکایتونه ته جدي رسیدهګي وکړي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې له دوی سره شاوخوا پنځه زره انتخاباتي سرغړونې او شکایاتونه ثبت شوي دي چې رسیدهګي به ورته وشي.
ویسا: بالاخره د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول
اجرائیه رئیس وویل چې په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو نوملړ او بایومټریک سیستم یو ښه اقدام و، خو د نوموړي په وینا له دغو وسایلو نه سمه استفاده ونهشوه.
وسلهوالو طالبانو د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی و او د انتخاباتو په ورځ په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي پېښې هم رامنځته شوې چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.
خو عبدالله عبدالله له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه چې له ګواښونو سره ــ سره یې د انتخاباتو امنیت خوندي کړ.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له غزني او کندهار ولایتونو پرته له ټولو ګواښونو او ستونزو سره-سره بیا هم شاوخوا څلور میلیونه افغانانو د ولسي جرګې په اوسنیو انتخاباتو کې رأیه کارولې.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید انتخاباتي سرغړونو او شکایتونه ته جدي رسیدهګي وکړي.
د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل چې انتخاباتي کمېسیونه باید عدالت تأمین کړي او د خپلو کارونو راپور په خپل وخت له ملت سره شریک کړي.
یوسف رشید
نوموړي زیاته کړه:
"انتقادونه او ستونزې چې په انتخاباتو کې وې د انتخاباتو قانون په رڼا کې ورته رسیدهګي وشي، پهدې برخه کې باید سرغړونه او تېروتنه ونهشي، ټول انتخاباتي شکایتونه او سرغړونې دې په شفاف ډول وڅېړل شي."
ازادي راډیو هڅه وکړه چې پهدې اړه انتخاباتي کمېسیونونو نظر واخلي خو بریالی نهشو، خو له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په وار- وار ویلي و چې مستند ثبت شوېو شکایتونو ته به رسیدنه کېږي.
په ورته وخت کې مشرانو جرګه اداري پلاوی وايي، که انتخاباتي شکایتونه په شفاف ډول ونه څېړل شي، په انتخاباتو به د خلکو باور کم او ممکن په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو ګډون هم کم رنګه شي.
راپور: رحمتالله افغان