د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د یکشنبې د ورځې په ماښام په یوه لنډ تلویزیوني پیغام کې ، دولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کیدو په اړه ملت ته مبارکي وویله.
ده ددغې ورځې قربانیانو ته تسلیت وړاندې کړ او قربانیانو اراده یې وستایله.
ده په خپل پیغام کې وویل:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د انتخاباتو په دوهمه ورځ تر اوسه کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
که څه هم د انتخاباتو په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې له ۱۹۰ ډېرې پېښې شوې وې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې په مازیګر ازادي راډیو ته وویل چې په دوهمه ورځ په هېڅ یوه انتخاباتي مرکز کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوي.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، افغان امنیتي ځواکونه په ټول قدرت سره د امنیت د ټينګښت په خاطر هڅه کوي، تر څو خلک په پراخه کچه د انتخاباتو په ملي بهیر کې ګډون وکړي.
نصرت رحیمي
دی وایي:
"تر اوسه چې زه تاسې سره خبرې کوم، یعنې له سهاره چې د افغانانو پر مخ کوم انتخاباتي سایټونه خلاص شوي، د انتخاباتو اړوند هېڅ کومه امنیتي پېښه پکې نه ده رامنځته شوې."
ښاغلی رحیمي وايي، تېره ورځ د هېواد په کچه ۱۸۴۹ ګواښونه موجود وو چې د افغان ځواکونو له خوا یې ۱۷۲۵ شنډ، خو ۱۹۲ پېښې رامنځته شوې.
دی وايي، د تېرې ورځې په حملو کې ۱۱ امنیتي ځواکونه او ۵ ملکي کسان وژل شوي او د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په شمول ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ د کابل د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې مېنې په سیمه کې د رأيې ورکونې یوه مرکز ته نېږدې د چاودنې له امله د ۱۵ امنیتي او ملکي وګړو د وژنې راپورونه ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر د انتخاباتو په خاطر د امنیتي ځواکونو هڅې او پروګرامونه ستايي او وايي، سره له دې چې دښمن ډېر تبلیغات کړي وو، خو افغان ځواکونه وتوانېدل چې د دغه بهیر امنیت په ښه ډول ټينګ کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د انتخاباتو امنیت ښه و، په ټولو ولایتونو کې د اندېښنې وړ لویه پېښه نه ده رامنځته شوې، دا په داسې حال کې ده چې مخالفینو تبلیغ کاوه چې انتخابات ګډوډوي، خو دغو تبلیغاتو ته په کتو، امنیتي ځواکونو په ښه ډول پلانونه جوړ کړي وو او د ډېرو امنیتي ګواښونو نه يې مخنیوی وکړ."
ښاغلی فقیر وايي، د انتخاباتو د امنیت په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو ښه پلان د دې ښکارندويي کوي چې دوی د امنیت د ټينګښت توان لري او کولای شي چې د افغانستان دښمنان وځپي.
راپور: یوسف ځدراڼ
افغانانو د ۱۳۹۷ کال د میزان په اته ویشتمه او نهه ویشتمه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخېسته څو خپل استازي وټاکي.
د ولسي جرګې دا وار وکیلان به د هغو ځای ناستي وي چې له تېرو څه باندې اتو کلونو راهیسې د ولسي جرګې غړي پاتې شوي ځکه انتخابات په ۲۰۱۵ کال کې ونه شول او په ځنډ یې بلآخره درې کاله واوښتل.
غني: که څوک په انتخاباتي پروسه کې مجرم وپېژندل شي قانوني سزا به ورکړل شي
افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ ناوخته د رأی ورکونې د بهیر د پای ته رسېدو پر مهال ټلوېزیوني بیان ورکړ او خلک یې وستایل چې له ګواښونو سره-سره یې رأیه ورکړه.
Facebook Video
نوموړي وویل:
"د افغانستان عظیم ولسه! تاسې د خپل رأی د کارولو له لارې نړۍ ته وښوده چې خشونت نه غواړئ. تاسې د ولسواکۍ لپاره خپله اراده ثابته کړه. تاسې طالبانو ته ثابته کړه چې دا ولسونه هېڅوک هم په زور نهشي مهارولی. تاسې ته د طالبانو لهخوا واضح او ښکاره ګواښ وشو، خو تاسې په ټول قوت خپله اراده تمثیل کړه او زور ته تسلیم نهشوئ."
افغان حکومت اعلان کړی چې د سلګونه بریدونو او وارنکاره فعالیتونو مخه یې نیولې خو بیا هم وسلهوالو مخالفینو ۱۹۲ بریدونه او بمي چاودنې کړي.
په دغو پېښو کې د کورنیو چارو د وزارت د اعلان له مخې۱۱ سرتیري او پنځه ملکیان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان دي.
د انتخاباتو کمېسیون: په ځینو مرکزونو کې زورواکو د صندقونو د ډکولو هڅه کړې
خو طالبانو چې وار له مخه د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی و د انتخاباتو په ماښام په یوه بیان کې دا انتخابات ناکامه وبلل او ویې ویل چې وسلهوالو یې۴۰۷ ځایه بریدونه کړي او لسګونه عسکرو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له ټولو ګواښونو او ستونزو سره-سره بیا هم شاوخوا څلورو میلیونو کسانو د ولسي جرګې په اوسنیو انتخاباتو کې رأیه کارولې.
د دغه کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ماښام وویل چې اوس به د رأیو شمېر روان وي او ژر به پایلې له خلکو سره شریکې شي.
ګلاجان عبدالبدیع صیاد
صیاد زیاته کړه:
"په ۴۵۷۶ مرکزونو کې رایه کارول شوې ده. تر اوسه پورې کومې شمېرنې چې له ولایتونو راغلي په ۳۲ ولایتونو کې له کندهار، بادغیس «معلومات نهدي رسیدلي» او د یکشنبې ورځې له رأی ورکونې پرته د څلورو میلیونو په شاوخوا کې خلکو رایه ورکړې ده. په مجموع کې ویلی شو چې ۴۵ فیصده واجدین د شرایطو رایه ورکړې چې دا تېرو انتخاباتو ته په کتو په انتخاباتو کې د ګډون ډېره لوړه کچه ده."
ښاغلي صیاد ډاډ ورکړ په هغو مرکزونو کې چې زورواکو د بایومټریک د نه کارولو هڅې کړي صندوقونه به یې په دقیقه توګه بررسي او بیا به باطل اعلان شي.
د ولسي جرګې په سږنیو انتخاباتو کې دوه نیم زرو کسانو ځانونه کاندید کړي وو چې خلکو له غزني او کندهار پرته په ۳۲ ولایتونو کې رایه ورکړه.
د رأی ورکونې له بایومټریک سیسټم سره د یو شمېر انتخاباتي کارکوونکو نه بلدتیا، د ځینو رأی ورکوونکو د نومونونه ورکېدو او امنیتي ګواښونو او بریدونو د انتخاباتو په وړاندې لویې ستونزې جوړې کړې وې.
صفيالله ستانکزی
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، سر له نن دوشنبې به د انتخاباتو په خاطر د ښوونځیو رخصتي ختمه او درسونه به پيل شي.
د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل پرون شپه پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتو په هدف یې یوه اوونۍ ښوونځي رخصت کړي وو.
حقمل زیاته کړه:
"تېره اوونۍ د ټاکنو لپاره او له ټاکنو سره د مرستې په هدف د دې لپاره چې ډېر مرکزونه په ښوونځیو کې وو، موږ ښوونځي له تېرې یکشنبې رخصت کړي و او نن دوشنبې به بېرته ښوونځي پيلېږي. ټولو ښوونځیو ته هدایت شوی چې درسي بهیر په عادي ډول پیل کړي او هغه درسونه چې د انتخاباتو د رخصتۍ په خاطر شاته پاتې جبران کړي او زده کوونکو ته تدریس وکړي."
د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره تر ډېره ښوونځي هم د رأی ورکوونې د مرکزونو په توګه وکارول شول چې په ځینو کې یې د وسلهوالو مخالفینو له خوا بمي بریدونه شوي.
د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس وویل چې په ښوونځیو کې د ځینو ناوړه پېښو راپورونه ور رسیدلي خو هیله ده چې د پوهنې منسوبین نهوي زیانمن شوي.