د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د فاریاب خلکو د انتخاباتو محلونه په خپل وخت پرانېستي دي. د ازادي راډیو خبریال اکرام الدین کرم په دې اړه راپور چمتو کړی.

د فاریاب خلکو د انتخاباتو محلونه په خپل وخت پرانېستي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:15 0:00

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په ټول هېواد کې یې د ټاکنو د امنیت د ښه ترسراوي لپاره لازم تدابیر نیولي او په هغو سیمو کې چې وسله وال مخالفین د ټاکنو مخنیوی پکې کوي، هوايي عملیات ترسره کوي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې یې پنځلس مخالفین چې د ټاکنو د بهیر مخنینوی یې کاوه، وژلي دي.

له نوموړي سره د ازادي راډيو خبریال محبوب شاه محبوب مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00
مستقیم لېنک

د پکتیکا والي الیاس وحدت وايي چې په دغه ولایت کې د توقع خلاف خلک د رأیې اچونې لپاره راوتلي او تر اوسه پورې هېڅ داسې کوم د رأیې ورکونې مرکز نشته چې د امنیت له امله تړل شوی وي.

له نوموړي سره د ازادي راډيو خبریال محبوب شاه محبوب مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک

نن د شنبې په ورځ د افغانستان د نورو ۳۲ ولایتونو په شان د خوست اوسیدونکي هم د ټاکنو د وخت له پیلدو مخکې د رأی اچونو مرکزونو ته ورغلل، تر څو خپلې رأیې د خوښې وړ نوماندانو ته وکاروي.

که څه هم په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د رأی اچونې ډېری مرکزونه په خپل وخت پرانېستل شول، خو د بایو مټریک کولو ورو بهیر او د رأی ورکوونکو په لېستونو کې په ځنډ د نومونو پیدا کول هغه ستونزې دي چې خلک اړ دي، تر څو د رأی استعمال ته یو څه وخت منتظر پاتې شي.

دوی غوښتنه کوي چې د رأی اچونې وخت دې د مازدیګر له خوا دوه ساعته نور هم وغځول شي.

خوست والي پوهندوې حکم خان حبیبي چې د خوست ښار په مرکزي جامع جومات د رأی اچونې مرکز کې خپله رایه وکاروله ازادي راډیو ته وویل چې په یاد ولایت کې په ټاکلي وخت د رأی اچونې بهیر پیل شوی او خلک خپلې رأی کاروي.

دی زیاتوي، ولایتي ادارې د رای اچونې ټول محلونه پرانېستي خو دوی په ځینو سیمو کې امنیتي تهدیدونه نه ردوي.

خوست والي په یاد ولایت کې امنیت نسبتاً ښه وباله او پر خلکو یې غږ وکړ چې په پراخه کچه راووځي او په ټاکنو کې برخه واخلي.

خوست والي

د خوست په رأی اچونو مرکزونو کې ځینې تخنیکې ستونزې موجودې دي چې رای اچونکي ورڅخه شکایت لري.

دوی وايي، د ټاکنو د کمېسیون کارکوونکي د بایومټریک له ماشینونو سره ښه نه دي بلد او د یو کس په بایو مټریک ډېر وخت تیریږي.

د تریزیو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي مختارالدین جلالزي د ټیلیفون په لیکه وویل چې هلته زرګونو کسانو نوم لیکنه کړې، خو کمېسیون ورته یوازې د رأی اچونې یو مرکز پرانېستی دی.

د مرکزونو ناوخته پرانېستل او د بایومټریک د ماشینونو سم او چټک کار نه کول هغه ستونزې دي چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو، تڼیو، شمل او په خپله په مرکز کې یو شمېر رأی ورکوونکو راسره شریکې کړې.

قومي مشر حاجي غنچه ګل وايي چې له یوې خوا د رأی اچونې مرکزونه په ځنډ پرانېستل شول او بل لوري ته د تخنیکي ستونزو له کبله خلک نه شي کولی، ژر-ژر رأی استعمال کړي.

ده غوښتنه وکړه چې د رأی اچونې وخت دې له ۴ بجو وروسته دوه ساعته نوره هم وغځېږي.

د مرکز اوسیدونکی شفیق الله وايي چې دا خلک د شته ستونزو سره-سره د دې لپاره راټول شوي چې داسو خلکو ته رأی ورکړي چې هېواد او ولس ته ژمنتیا ولري.

دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان هم له خلکو وغوښتل چې خپلې رأی وکاروي، ځکه د دې هېواد د جوړولو یوازینۍ لاره رڼې ټاکنې دي.

ده زیاته کړه، خلک باید هغو نوماندانو ته رایه ورکړي چې ولس، خاورې او د هېواد نورو سپیڅلتیاوو ته ژمنتیا ولري.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی وايي چې د ټاکنو د بهیر لپاره د یاد ولایت ټولو امنیتي او پوځي ادارو په ګډه امنیتي تدابیر نیولي او تر اوسه په مرکز او ولسوالیو کې داسې پيښه نه لري چې د رأی اچونې د مرکزونو د تړل کیدو لامل شي.

خوست امنیه قوماندان په یو شمېر سیمو کې امنیتي ګواښونه او ستونزې مني، خو وايي چې امنیتي ادارې د امکان تر بریده د پيښو سیمو ته ځانونه رسوي.

راپور: نجیب الله الوخېل

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG