د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

کابل د نهمې امنیتي حوزې د درېم مکروریانو په سیمه کې د چاودنې له امله د رايې اچونې بهیر له ځنډ سره مخ شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د عبدالهادي داوې په ښوونځي کې چې د رایه اچونې مرکز هم په کې وو رامنځته شوې ده چې له امله یو شمېر امنیتي سرتېري ټپیان شوي هم دي.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې د همدغه پېښې له امله د یاد مرکز ته څېرمه په بل مرکز الفتح ښوونځي کې هم د رایې اچونې بهیر ګډ وډ شوی دی او خلک یو ډول ویرې په مخه کړي دي.

له دې وړاندې د کابل د احمد شاه بابا په مېنه او قره باغ ولسوالۍ کې هم چاودنې شوي دي خو د امنیتي ځواکونو په وینا تلفات نه لري.

تر دا مهاله د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند چارواکي ډاډ ورکوي چې د رأی اچوونې د ټولو مرکزونو امنیت به خوندي وي.

د لښکرګاه اوسېدونکي د حکومت او د ټاکنو د کمېسیون نه غوښتنه کوي چې په ټاکنو کې د کېدونکو درغلیو عادلانه څېړنه دې وشي او هېڅ چاته باید اجازه ورنه کول شي چې د خلکو د رأیو سره خیانت وشي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د رأی اچوونې مرکزونو ته تللی دی چې راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

د ازادي راډیو خبریال همایون هېواد د کابل له کارتې نو څخه وايي، د کارته نو د رحمان مېنې د نجونو سايټ تر اوسه تړلى دى.

د ننګرهار د ټاکنیز بهير ناضرين وايي، که موجوده تخنيکي ستونزې حل نشي زیات شمېر خلک به له رای اچونې محروم پاتې شي.

په ننګرهار کې د پارلماني ټاکنو ګډونوال د ټاکنو لپاره د نیول شویو امنيتي تدابیرو خوښ دي، خو په ټاکنیز بهير کې ځينې جدي تخنيکي ستونزې یادوي چې په خبره يې که په وخت ورته رسېدنه ونشي نو د په زیات شمېر کسان به له ټاکنو بې برخې پاتې شي.

د ننګرهار په اکثرو حوزو کې کسان له سټېکرو سره ولاړ دي، خو د رایه اچوونکو لېستونه یا بل محل سره تغیر شوي او یا هم نه دي رسېدلي.

د همدې ستونزې له امله زیات شمېر خلک د رای اچونې پرته خپلو کورو ته ستانه شول.

ناضرین وايي لومړی د دې ستونزې مخه باید ونيول شي او دارنګه په ځينو سیمو کې چې دا ستونزه موجوده وه هلته دې د رای اچونې موده تر یوه ساعته نوره هم وغځوي.

دارنګه په ځينو ښځينه محلونو کې د ټاپې نه موجودیت دی.

د جلال اباد ښآر د لومړۍ ناحيې امير شهيد بڼ حوزه کې ناضرین شکایت کوي چې رایه اچونه په دې محل کې کېږي خو د ټاپې لپاره ورقې د سراج المارت بڼ حوزې ته وړل کېږي.

د امنیت په برخه کې خلک له امنيتي تدابيرو او په پراخه کچه د ناضرینو موجودیت نه خوښ دي او په خبره يې خلک په ډاډه زړه د رای اچونې مرکزونو ته روان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG