د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

۱۰:۲۰ له غرمې مخکې:

په داسې حال کې چې لا هم د کابل او یو شمېر ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې انتخاباتي مرکزونه د رایه اچونکو پرمخ نه دي خلاص شوي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي د دغه ځنډ جبران به وکړي.

خو دا چې په کوم شکل به د نږدې درې ساعتونو د ځنډ جبران کېږي څه نه دي ویل شوي.

د دغه کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد څو شېبې وړاندې په یو خبرې کنفرانس کې وویل چې هېڅ افغان چې غواړي خپله رایه استعمال کړي د رایه اچونې له حقه به بې برخې نه شي.

ټاکل شوې وه چې د سهار په اووه بجو د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د رایې اچونې بهیر پیل شي خو لا هم په یو شمېر سیمو کې د بېلابېلو ستونزو له امله د رايې اچونې مرکزونه بند دي.

راپورونه وايي چې په ځینو سیمو کې رایه اچونکي تر دوه ساعتونو انتظار وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د پروان ولایت ډیری اوسیدونکي انتخاباتي مرکزونو ته تللي څو خپل د خوښې کاندید ته رایه ورکړي
د ازادي راډیو خبریال احمد هنایش یو ددغو مرکزونو ته تللی او دا ویډیويي راپور یې برابر کړی دی.

په پروان ولایت کې د ټاکنو بهیر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00

د کابل ستاره لېسه یو له هغو ښونځیو چې په کې انتخاباتي محل جوړ دی.

د نورو رایو ورکوونکو تر څنګ د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري هم دغه محل ته راغلی چې خپل د خوښې وړ کاندید ته خپله رایه وکاروي.

په کابل کې د ستارې په لېسه انتخاباتي بهیر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG