د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

له بامیانو ولایت څخه راپورونه وايي چې دغلته له بایمیټریک سیستم سره د انتخاباتو د کارکوونکو نه بلدتیا لامل شوې چې رایه اچونه د نږدې یونیم ساعت په ځنډ سره پیل شي.

په بامیانو کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې په سیمه کې د خلکو علاقه مندي تر دې حده زیاته ده چې له له ټاکلي وخت یو ساعت وړاندې خلکو د رایه اچونې د مرکزونو مخته قطارونه جوړ کړي وو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند وايي کومو سایټونه چې ناوخته خلاص شوي، د هغوی وخت به تمدید شي.

له حفیظ الله هاشمي سره اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې ورسره همدا ستونزه شریکه کړې چې ځني سایټونه تر اوسه هم نه دي خلاص.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00
مستقیم لېنک

د ازادي رادیو خبریاله وايي سعدیه زهل وايي، د کابل په درېیم مکروریان سیمه د حاجي عبدالقدیر ښوونځي کې د رای ورکوونکو څخه د ناظرینو شمېر زیات دی.

په کونړ کې یوه مېرمن خلک رای اچونې ته هڅوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:08 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG