د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د سهار ۹:۲۰ بجې د کابل په یو شمېر سیمو کې لا هم د رایې اچونې مرکزونه نه دي خلاص شوي، د کابل د احمد شاه بابا مېنې او تهیه مسکن له سیمو د ازادي راډيو خبریالان وايي چې دغلته د انتخاباتو مرکزونه لا هم د رایه ورکونکو پر مخ تړلي دي.

دوی وايي، سلګونه کسان د دغو مرکزونو مخته ولاړ دي.

د مرکز انتخاباتي کارکونکي د ازادي راډيو خبریالانو ته ویلي چې تر دې دمه دوی ته د رایه ورکونکو نوملړ نه دی رسېدلی.

د ارازن احمد شاه بابا مېنې د نسوانو د لیسې چې د رایه اچونې مرکز هم دی ترڅنګ يې چاودنه هم شوې چې چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

په بلخ کې انتخاباتي بهیر

په هرات ولایت کې پر انتخاتو کې د رای پر اچونې د یوه معلول ټینګار

په هرات ولایت کې د حاتم په نوم یوه رایه ورکوونکی د انتخاباتو له بهیره شکایت لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG