د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه بحث.

مېلمانه د ټاکنیزو چارو کارپوه حکمت پاینده، سیاسي شنونکی محمد ظریف ناصري او د نظر خاوند ارشاد رغاند.

کوربه: اجمل تورمان

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:50:45 0:00
مستقیم لېنک

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره نېږدې پنځه زره ټاکنیزې سرغړونې ثبت شوې دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پر خلکو غږ کوي چې د رایې ورکونې په بهیر کې هر ډول سرغړونې او انتخاباتي جرایم تر راتلونکو ۴۸ساعتونو پورې له دوی سره ثبت کړي.

دغه کمېسیون وايي چې وروسته به دغو سرغړونو او شکایتونو ته د رسیدنې پروسه په جدې ډول پیل شي.

د دغه کمېسیون غړي او ویاند علي رضا روحاني د یکشنبې په ورځ خبرې کنفرانس ته وویل، د دوی استازي په ټولو انتخاباتي مرکزنو کې موجود دي او خلک کولای شي چې د ټولو ولایتي دفترونو له لارې خپل شکایتونه ثبت کړي.

نوموړي وویل چې تراوسه له دوی سره زرګونه ټاکنیزې سرغړونې ثبت شوي چې تر ډېره له کابل نه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ سره زرګونه ستونزې او شکایتونه ثبت شوي دي چې یوه برخه کې د رایې ورکونې بهیر ته د څارونکو نه پرېښودل دي، زموږ پرېکړې وروسته کېږي چې مجازات به هم ولري، زموږ غوښتنه له خلکو څخه دا ده چې هر وګړی د یو څارونکي حیثیت لري، موږ ته دقیق راپور راکړي، ټولو ته به رسېدنه وشي."

په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو د نوم لړ نشتوالی، په ځینو سیمو کې د بایومټریک ماشینونو کار نه کول، په یو شمېر انتخاباتي مرکزونو کې د مامورینو نشتوالی او یو شمېر نورې تخنیکي مسئلې د دې لامل شوي چې ډېری خلک له انتخاباتي شکایتونو کمېسیون سره خپل شکایتونه ثبت کړي.

دغه شکایتونه حتا د دې لامل شول چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکونې بهیر دوېمې ورځې ته وغځوي.

که څه د ټاکنو د دویمې ورځې د رایې ورکونې له بهیر څخه هم ځيني شکایتونه مطرح شوي خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، خلک باید په دې اړه موثق راپورونه له یاد کمېسیون سره شریک کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم په دغه پروسه کې یو شمېر ستونزې مني، خو وايي چې هغه مرکزونه چې په ځنډ پرانيستل شوي، په دوېمه ورځ پکي خلکو رایه ورکړه.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه هم په روان بهیر کې یو شمېر ستونزو ته په اشارې سره د انتخاباتو کمېسیون ته ګوته نیسي او پړ یې ګني.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل، دوی له وړاندې دغه ستونزې پېشبیني کړې وي، خو چا يې خبرو ته غوږ نه نیوه.

نوموړي دغه شان وویل چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دنده لري چې شکایتونو ته په پوره شفافیت رسېدنه وکړي ترڅو عدالت تامین شي:

یوسف رشید

"موږ په دې پوهېږو چې له بده مرغه په دې بهیر کې ډېرې ستونزې وې او واک د کمېسیون له لاسه وتی و، که چېري بهیر هم اوږدېږې زموږ غوښتنه داده چې عدالت تامین شي، له شکایتونو کمېسیون څخه زموږ غوښتنه داده چې ټولو خواوو ته ځواب ورکوونکی وي."

دی دغه شان، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په پرې توب ټينګار کوي او وايي چې د خلکو ټولو شکایتونو، اعتراضونو او راپورونو ته باید په دقت رسېدنه وکړي.

د یادونې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې نېږدې ۹ میلیونه د رأی ورکولو په شرایطو برابر افغانانو، نومونه ثبت کړي وو چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا د شنبې ورځې په انتخاباتو کې له درې میلیونه زیاتو وګړو رایې ورکړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو وروستۍ پایلې به د روان لمریز کال په قوس میاشت کې اعلان شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

نن د یکشنبې په ورځ د سویل ختیځ زون په دوو ولایتونو پکتیا او لوګر کې د دوهمې ورځې لپاره د ولسي جرګې ټاکنې روانې دي، خو په خوست او پکتیکا کې په اوله ورځ ټاکنې پای ته رسیدلي دي.

  • پکتیا

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې نن د احمد ابا ولسوالۍ د رای اچونې په ۱، د سیدکرم، احمدخېلو او د روحاني بابا ولسوالیو د رأی اچونې په ۲-۲ مرکزونو کې د ولسي جرګې لپاره نوماندانو ته د رأی اچونه بهیر روان دی او د ده په وینا چې د خلکو ګډون هم په کې په نسبي ډول ښه دی.

ده وویل، پرون هم د رأی اچونې په‎دې مرکزونو کې جدي امنیتي ستونزې نه وې، ولې ځینې تخینکې ستونزې، د رأی اچونې د حساسو او غیرحساسو موادو ناوخته رسېدل او د ټاکنو د شفافیت په باب ځینې انديښنې د دې لامل شوې چې هلته نن ټاکنې وشي.

دی وايي چې نن د ټاکنو سیمو ته نېږدې جدي امنیتي انديښنې نه ترسترګو کېږي او خلک خپلې رأی کاروي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت

عبدالله حسرتوویل:

"دا چې د زرمت، جاني‌خېلو او سیدکرم ولسوالیو په ځینو سیمو کې امنیتي تهدیدونه ډېر وو، هلته نن مرکزونه نه‎دي پرانېستل شوي."

  • لوګر

نن د لوګر ولایت د محمداغې په درېیو مرکزونو او د برکي برک ولسوالۍ د رأی اچونې په یو مرکز کې هم ټاکنې روانې دي.

د لوګر د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالرحمن محبت وویل چې د لوګر په ۳۴ رأی اچونې مرکزونو کې ټاکنې په پام کې وې چې یوازې څلور يې د امنیتي تهدیدونو له کبله تړل شوي دي.

د سیمې یو تن اوسیدونکي حکمت الله واقد راته وویل چې نن په هغو سیمو کې چې ټاکنې کېږي امنیت ښه دی او تر دې وخته وضعه ارامه ده.

ده وویل چې پخوا په لوګر کې د رأی اچونې ۸۲ مرکزونه وو چې د امنیتي تهدیدونو له کبله د دې مرکزونو شمېر ۳۴ ته راښکته شو.

  • پکتیکا

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې نن د دوهمې ورځې لپاره ټاکنې نشته.

د پکتیکا د والي ویاند محمدرحمن ایاز وویل چې د شنبې په ورځ په یاد ولایت کې د رأی اچونې۱۶۶ ټول مرکزونه پرانېستي وو.

ده وویل، سره له دې چې امنیتي تهدیدونه وو او وسله والو طالبانو ځینې تبلیغات هم کړي وو، خو خلک رأیو لپاره راووتل.

ده په ټاکنو کې د ښځو د ونډې په باب وویل چې په مرکز ښرنه، ارګون، یوسف خېلو، جاني‌خېلو او میټاخان ولسوالیو کې د ښځو ونډه هم په نسبي توګه ښه وه.

  • خوست

نن غرمه مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر شاه جهان سرداري وویل، دوی د ځینو ستونزو او نیمګړتیاوو له کبله په دوهمه ورځ ټاکنې ونه‎کړې.

ده وویل چې پرون د موسی خېلو په ۴ مرکزونو او ځینو نورو ځایونو کې چې د ټاکنو حساس او غیر حساس توکي ورته ناوخته ورسېدل او په‎دې ۴ مرکزونو وسله‎والو بریدونه وکړل، باید نن بېرته پرانېستل شوي وای، خو دا چې امنیتي ارګانونه په وخت هغو سیمو ته ورنه‎غلل، نو دوی د یادو مرکزونو له پرانېستې صرف نظر او ډډه وکړه.

خو بل لوري ته د موسی خېلو ځینې مشران د ټاکنو کمېسیون ته راغلي وو او شکایت يې لاره چې دوی باید په ټاکنو کې د ګډون له حق څخه نه وای محرومه شوي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې نن د یکشنبې په ورځ په ۲۵۰ مرکزونو کې انتخابات کېږي. دا هغه مرکزونه دي چې پرون شنبه د اکټوبر په ۲۰ مه، تړلي پاتي شوي وو او خلک ونه توانېدل چې رأی ورکړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

روشن څېړن که څه هم سپین‌سری د پاخه عمر مېرمن ده چې په افغانستان کې یې د ولسواکۍ او انتخاباتي بهیر د پیاوړتیا لپاره داسې دوامدار کار کړی چې ښايي بې ساری هم وي.

  • دا چې اغلې څېړن د افغان ټولنې لپاره څه کړي؟
  • څومره کلونه يې په خدمت کې تېر شوي؟

د مخکښې ښځې د دې اوونۍ په خپرونه کې د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ ورسره له نوموړې مرکه کړې.

دا خپرونه دلته د لاندې لېنک په کېګاږلو اوریدلای شئ، خو په ژوندۍ بڼه هره دوشنبه دوه بجې له ازادي راډیو څخه خپرېږي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:40:29 0:00
مستقیم لېنک

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG