د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د افغانستان د خپلواک کمېسیون وایي، هغه مرکزونه چې تېره ورځ د یو لړ ستونزو له امله نه وو پرانېستل شوي، نن به د ورځې تر پایه د رایه اچوونکو پرمخ پرانېستې وي .

د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په دې اړه ویډیویي راپور چمتو کړی دی.

په کابل کې د رایې ورکولو پروسه څه ډول روانه ده؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

لویدیځو خبري اژانسونو او ورځپاڼو په افغانستان کې د ولسي جرګې د روانو انتخاباتو په اړه تبصرې او راپورونه خپاره کړي دي.

  • اسوشیټېډ پرېس

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت لپاره په ټول افغانستان کې ۷۰ زره امنیتي پرسونل ګمارل شوی دی.

اسوشیټېډ پرېس وايي، که څه هم طالبانو او داعش ډلې د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی خو تر اوسه پرته له محدودو وړو امنیتي پېښو کومه لوی امنتیي ګواښ نه‌دی شوی.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د رأی ورکولو د مرکزونو په اړه ویلي دي چې ۱۱زره او ۶۷مرکزونه د نارینه او ۷ ۴۲۹ د ښځینه رای ورکونکو لپاره ځانګړي شوي دي.

په ۲۲ مرکزونو کې سیکهان او هندوان رای ورکوي او په ۴۰ کې بیا کوچیان رای ورکوي.

  • رویټرز

رویټرز خبري اژانس بیا په کندهار او غزني ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډېدو موضوع یاده کړې ده.

اژانس وايي، امنیتي پېښو او په انتخاباتي چارو کې فساد په ستراتیژیک ولایت کندهار کې د رأی ورکولو پروسه یوه اوونۍ شاته وغورځوله.

رویټرز وايي، یو شمېر امنیتي پېښې هم شوي دي، خو د افغانستان په روانو انتخاباتو کې تر اوسه پورې لویه ستونزه د بایومټریک دستګاوو په استعمال کې مشکل او نیمګړتیا ده.

ویل کېږي چې د رأی ورکولو په ځینو مرکزونو کې یو شمېر کسانو د بایومټریک دستګاوو د ماتولو هڅه هم کړې ده.

د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې په ټاکلي وخت د رأی ورکولو د یو شمېر مرکزونو نه پرانېستل کېدل هم د نن ورځې د انتخاباتو یوه مهمه ستونزه بلل کېږي.

  • سیډني هیرالډ ټربیون

سیډني هیرالډ ټربیون ورځپاڼې د افغانستان په ولسي جرګه کې د ځوانو کاندیدانو په اړه تبصره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، ولسي جرګې ته له کاندېدو ۲۵۰ کاندیدانو له جملې څخه تقریباً سم نیمايي يې ځوانان دي.

په روانو انتخاباتو کې د ښځینو کاندیدانو موضوع ته په پام سیډني هیرالډ ټربیون ورځپانې ویلي دي چې څه دپاسه ۴ سوه ښځې دا ځل د افغانستان ولسي جرګې ته ولاړې دي.

د ولسي جرګې انتخابات وروسته له هغې دوهمې ورځ ته وغځیدل چې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د یو لړ ستونزو له امله له ۳۷۰ زیات مرکزونه نه و پرانیستل شوي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی د رایې ورکونې د پروسې له دوهمې ورځې ویډیویي راپور جوړ کړی دی.

په کابل کې د رایې ورکولو دوهمه ورځ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:48 0:00

د نړۍ ګڼو معتبرو خپرونو او ورځپاڼو په افغانستان کې د ولسي جرګې پر پرونيو انتخاباتو ليکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • نيويارک ټايمز «New York Times»

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز ليکلي چې افغانانو د ناامنيو او درغليو له اندېښنو سره- سره په دغو انتخاباتو کې خپلې رأی وکارولې.

د ورځپاڼې په ليکنه په ټول افغانستان کې خلکو د وسله والو طالبانو ګواښونه له پامه وغورځول او د ولسي جرګې په پرونيو انتخاباتو کې يې برخه واخېستله.

دغه انتخابات چې درې کاله ځنډېدلي وو، د افغان امنيتي ځواکونو د ظرفيت لپاره په يوه ازموينه بدل شوي وو چې دغه پروسه د طالبانو له حملو خوندي کړي.

له يوې خوا طالبانو ويلي وو چې د رأی اچونې مخه به نيسي، له بلې خوا په داعش پورې تړلو وسله والو په وروستيو مياشتو کې د ځينو خونړيو حملو مسووليت منلى دى.

د نيويارک ټايمز په ليکنه، د افغان امنيتي ځواکونو شاو خوا ٧٠زره غړي چې له مخکې هم د طالبانو له‌خوا له حملو سره مخامخ وو، د انتخاباتو د امن لپاره ګمارل شوي وو.

د کانديدانو د ابتدائيه لېست تر خپرېدو وروسته په بېلابېلو حملو کې د ولسي جرګې ١٠ کانديدان وژل شوي دي.

د ورځپاڼې په حواله د رأی ورکولو يو پر درېيمه برخه مرکزونه په هغو سيمو کې بند وو چې د طالبانو په کنټرول کې دي، يا ورباندې نفوذ لري.

د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته انتخابات يوه اوونۍ وځنډېدل، په غزني کې هم د ځينو ستونزو له کبله دغه انتخابات پرون ونه شول.

په ليکنه کې د انتخاباتو پر مهال ځينو ګډوډيو او بې نظميو ته هم پام اړول شوى، د ساري په توګه پر وخت د انتخاباتي مرکزونو نه پرانېستل کېدل، په ځينو مرکزونو کې د بايومټريک دستګاوو کار نه ورکول او په ځينو نورومرکزونو کې په لېستونو کې د رأيه ورکوونکو د نومونو نشتوالى.

  • ګارډين «Guardian»

بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين ليکلي چې د پرونيو انتخاباتو پر مهال د ګڼو امنيتي پېښو راپور ورکړل شوى، په عين حال کې د هرات، ارزګان، کابل او څو نورو ولايتونو په ځينو انتخاباتي مرکزونو تخنيکي ستونزې موجودې وې.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې په ارزګان کې د بايومټريک دستګاوو د کار نه ورکولو له کبله ځينې رايه ورکوونکي چې اوږد انتظار يې کړى و، په غوسه وو او غوښتل يې دغه دستګاوې ماتې کړي. په دې تړاو د ١٥ کسانو د نيول کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د ګارډين په حواله د بايومټريک سيسټم چې مخکې په افغانستان کې د انتخاباتو پر مهال نه و کارل شوى، هدف يې په انتخاباتو کې د درغلۍ مخنيوى دى.

ګارډين ليکلي، انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې وې چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د بايومټريک سيسټم د کارونې پرېکړه وشوه.

د ګارډين ورځپاڼې په باور د افغانستان د انتخاباتو بهرنيو شريکانو ويلي، د دغه سيسټم د تنظيم او ورباندې د تجربې لپاره کافي وخت ورسره نه و.

د ورځپاڼې د ليکنې په يوه برخه کې لولو:

د افغانستان د رأی ورکولو په ګڼو مرکزونو کې له دغو ستونزو سره- سره خلک هيله مند دي چې رأيه به يې د ژوند له ښه کولو سره مرسته وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG