د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

په کونړ کې که څه هم ځينې امنیتي او د ټاکنو کمېسون په کارونو کې یو څه تخنیکي ستونزې موجودې وې، خو بیا هم د مرکز اسعداباد په ګډون په ۱۶ اداري واحدونو کې درأیو ورکولو ټول مرکزونه پرانيستي وو او خلکو پکې د ماښام تر شپږو بجو پورې رأېې ورکړې.

د رأیو ورکولو په هر مرکز کې تر ناوخته د رأیو ورکوونکو ګڼه ګوڼه تر سترګو کېده او خلک په دې خوښ دي چې په ولایت کې يې د نورو کلونو په پرتله امنیت ښه و او دوی په اسانه د رأیو ورکولو مرکزونو ته لاړل او د خپلې خوښې نوماندانو ته رأيې ورکړې.

د کونړ دوه تنه اوسېدونکي وایي:

"زما نوم محمد ولي دي، موږ داسې فکر نه کاوه چې دومره زیات خلک به ټاکنو ته را ووځي، خو موږ چې ګورو ډېرو کسانو خپلې رأيې د امنیت په فضا کې ورکړې او موږ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېر خوشحاله یوو، کلک امنیت يې نیولی و او کومه بده پېښه رامنځته نه شوه."

"نوم مې سلما ده، دلته راغلې وم چې رأیه ورکړم، خلکو له ټاکنو وړاندې دا تشویش درلود چې بیا به وسله وال مخالفین په مرکز اسعداباد او ولسوالیو بریدونه کوي او دوی ته به مرګ ژوبله واوړي، نو ځکه زړه نا زړه وو، کله چې د افغان ځواکونو هڅې ولیدې، ټول راووتل او خپلې رأيې یې وکارولې، موږ له خپلو ځواکونو د زړه له تله مننه کوو."

د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال ازادې راډیو ته وویل، په دې خوښ دی چې د امنیت په فضا کې د ولسې جرګې ټاکنې ترسره شوې.

هغه وړاندې وویل:

"زه د کونړ له غیور او باهمته ولسه ډېره ډېره مننه کوم چې د رأیو مرکزونو ته جوپې جوپې راغلل او خپلې رأيې یې وکارولې او دې کار سره يې د وسله والو مخالفینو ټولې هغه دعوې او هڅې چې غوښتل يې ټاکنې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، ناکامې کړې او له افغان ځواکونو هم مننه کوم چې ښه امنیت يې نیولی و، زه فکر کوم چې په افغانستان کې به په کونړ کې ښې ټاکنې ترسره شوې وي."

هغه وویل، یو شمېر نوماندانو فکر کاوه چې د تېر په څېر به یوځل بیا له درغلیو کار واخلي او ولسي جرګې ته به لاره پیدا کړي، خو امنیتي ځواکونو، ولس او د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو دغه هڅې ناکامې کړې.

په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپی وايي، وسله والو مخالفینو هڅه کوله چې انتخابات ګډوډ کړي، خو د دوی توپچي او هوايي ځواکونو بریدونو د هغوی پلانونه شنډ کړل.

ساپي وویل:

"د سهار ۶ بجو باندې وسله والو طالبانو په مرکز اسعداباد او یو شمېر ولسوالیو کې بریدونه پیل کړل، خو تر نهو بجو پورې موږ دا ټول بریدونه په شا وتمبول او وسله والو ته مو مرګ ژوبله واړوله، په غازي اباد او مرورې ولسوالۍ کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.

خلک وايي، د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د کونړ په مرکز اسعداباد او په ولسوالیو له شپېتو زیات بریدونه شوي وو چې له لسو زیات کسان پکې وژل شوي وو او پنځوس کسان ټپیان وو، خو په نننیو ټاکنو کې د دوه محلي پولیسو په ګډون، ۱۲ تنه چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، سرسري ټپیان شوي دي.

راپور: روح الله انوري

د افغانستان د پوهنې وزارت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د هغه ادعا په اړه چې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ مرکزونو ته د ښوونکو د نه حاضرېدو په تړاو يې کړې وايي چې د مدیریت په ستونزه کې باید د ښوونکي ګرم ونه ګڼل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي دوی د پوهنې وزارت اړوند سلګونه ښوونکو ته روزنه ورکړې وه چې څرنګه له بایومیټریک سیستم نه استفاده وکړي خو دوی وايي چې دغه ښوونکي تر ډېره د انتخاباتو په ورځ حاضرنه شول او یا په ځند مرکزونو ته ورسېدل چې له امله يې پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ شوه.

د پوهنې وزارت د نشراتو مسول کبیر حقمل ازادي راډيو ته وویل چې د کمېسیون او پوهنې وزارت د هوکړې له مخې ښوونځي او یو شمېر ښوونکي د کمېسیون په واک کې ورکړل شوي وو ترڅو په د رایې اچونې په بهیر کې ترې استفاده وکړي.

خو نوموړی وايي دا چې د پروسې په مدیریت کې ستونزې موجودي وي تر ډېره د پړې ګوته د انتخاباتو کمیسیون ته نیول کېدای شي.

له ښاغلي حقمل سره اکرام الله اکرام مرکه کړې او په سر کې يې ترې د انتخاباتو په ورځ د رايې اچونې په مرکزونو کې د ښوونکو د نه موجودیت مسئله پوښتلې ده.

نو اوس باید ښوونکي پړه ونه ګڼل شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:16 0:00
مستقیم لېنک

د افغانستان د ښځو چارو وزيره وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ښځو ونډه پراخه وه.

دلبر نظري نن له ازادي راډيو سره په مرکه کې وويل:

"واقعاً له پرون راهيسې مې چې خپله نظارت کړى او ځينې انتخاباتي ساحې مې کتلي، په ټاکنو کې د ښځو ګډون پراخ وو. په بېلابېلو ولايتونو کې ښځې له لوړو امنيتي ګواښونو او ستونزو سره- سره د رأيو د صندوقونو پر لوري لاړې."

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټاکنو پر شرايطو برابرو نېږدې ۹ میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي چې ٣ میليونه، ١٨ زره او څلور اتيا تنه يې ښځې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په ځينو ولايتونو کې د پرونيو انتخاباتو پر مهال زورواکو پر ټاکنو د نفوذ هڅه کړې ده.

د دغه کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کې په يوه کنفرانس کې وويل، دغه موارد څېړل کېږي:

"په اکثرو سيمو کې زورمندانو د پوليسو د درېشۍ احترام هم نه‎دى کړى، غوښتل يې په زوره مرکزونو ته ننوځي او په زوره يې هڅه کړې له بايومټريک وسيلې څخه چې شفافيت منځ ته راوړي استفاده ونه‎شي. دا ټول به په دقيقه توګه څېړل کېږي او هغه صندوق به باطل اعلانېږي."

ښاغلي صياد د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ځينې نيمګړتياوې او ګډوډۍ تأييد کړې خو ټينګار يې وکړ چې هڅه شوې دغه انتخابات په شفافه توګه ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG