د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

افغانان نن د دوهمې ورځې لپاره د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې رایې ورکوي.

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس په یو راپور کې لیکلي، د افغانستان حکومت له پراخ فساد سره لاس ګرېوان دی او اکثر افغانان تمه نه لري چې د ولسي جرګې روان انتخابات به شفاف او عادلانه وي.

آژانس لیکي چې د انتخاباتو په جریان کې د کمېسیون کارکوونکي د رای ورکوونکو د نوم ثبتولو پرمهال له ستونزو سره مخامخ کېږي او بایومټریک سیسټم چې نوی معرفي شو په انتخاباتو کې د درغلیو د کمولو پرځای نوره ګډوډي جوړه کړه، ځکه د آژانس په وینا د دې تخنیکي دستګاوو د کارولو لپاره ډېری روزل شوي کسان خپلې دندې ته حاضر نشول.

اسوشېټېډ پرېس لیکي چې د بایومټریک وسیلې له انتخاباتو یوازې یوه میاشت مخکې افغانستان ته ورسېدلې او په عملي ډګر کې د ازموینې لپاره یې وخت کافي نه و.

اسوشېټېډ پرېس لیکي، د افغانستان پارلماني انتخابات له ۲۰۱۰ کال راهیسې د وسله والو طالبانو د حملو له کبله وځنډېدل.

آژانس زیاتوي په تېرو نژدې اتو کلونو کې طالبانو د افغانستان نژدې نیمايي قلمرو لاندې کړ او له افغان حکومت سره د سولې د خبرو وړاندیز یې رد کړ.

فرانس پرېس خبري آژانس په یوه راپور کې لیکي، سلګونه افغانان د دې بې نظمه انتخاباتو په دوهمه ورځ چې په ترڅ کې یې زیاتې تخنیکي ستونزې او سخت تشدد پېښ شو د رای ورکولو مرکزونو ته ولاړل.

اژانس لیکي چې همدې ستونزو د انتخاباتو اعتبار ته زیانمن اړولی دی.

آژانس د یوه لوېدیځ ډيپلومات له قوله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکي، دا انتخابات د افغانستان د خلکو لپاره چې تخنیکي ستونزو، اداري نیمګړتیاو او د وسله والو طالبانو حملو یې هوډ مات نه کړ، یوه لویه بریا وه.

فرانس پرېس لیکي چې نژدې نهه میلیون کسانو په دې انتخاباتو کې خپل نومونه ثبت کړي و، خو اکثر خلک په دې باور دي چې ډېری نومونه د جعلي تذکرو پرنسټ ثبت شوي.

د فرانس پرېس د راپور له مخې د رای ورکوونکو د لیستونو نیمګړتیا، د بایومتریک وسیلو تخنیکي ستونزې او د کمېسیون د کارکوونکو غیرحاضري د دې انتخاباتو نورې ستونزې وې.

فرانس پرېس لیکي چې د انتخاباتو په درشل کې د طالبانو ګواښونو ښايي د رای ورکولو په بهیر کې د خلکو د ګډون کچه اغیزمنه کړې وي.

رویټرز خبري آژانس په یو راپور کې لیکي د انتخاباتو اکثر خپلواک څارونکي چې د درغلیو د مخنیوي لپاره یې حضور مهم ګڼل کېږي د افغانستان پر انتخاباتو د څار په برخه کې زړه نازړه وو، ځکه د طالبانو له حملو څخه وېرېدل.

رویټرز د انتخاباتو په جریان کې د تشدد پېښو ته د اشارې په ترڅ کې د یو بهرني امنیتي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی لیکي چې وايي، د انتخاباتو د امنیت دا بڼه ډېره مطلوبه نه وه خو هغه زیاتوي چې پر افغان ځواکونو د امنیت د ټينګولو په برخه کې فشار خورا زیات و.

رویټرز زیاتوي چې د ولسي جرګې دا انتخابات د افغانستان د ولسمشرۍ د ډېرو مهمو انتخاباتو په درشل کې ترسره کېږي.

د جرمني خبري آژانس DPA په یو مطلب کې لیکي، په افغانستان کې د رای ورکولو مرکزونه د دوهمې ورځې لپاره په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې جګړې لاهم روانې دي.

DPA د افغانستان د کارپوهانو شبکې د مشر توماس روتیګ له قوله لیکي چې وايي، دا له ۲۰۰۴ کال راهیسې په افغانستان کې تر ټولو بد انتخابات و.

ښاغلی روتیګ وايي چې د رای ورکولو په جریان کې ګډوډي وه، د چارو په تنظیم کې یې نیمګړتیاوې وې، د بایومتریک وسیلې ناوخته راورسېدې او د انتخاباتو کمېسیون پر ټول دې جریان لازم کنټرول نه درلود.

د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري وایي د کونړ اکثرو ولسوالىو څخه د رایو بکسونه بىرتہ د ټاکنو کمىسون ته رارسىدلي دي.

د ننګرهار ولایت په ۱۴ مرکزونو کې د ولسي جرګې دټاکنو په دوهمه ورځ رأيه اچونه روانه ده.

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼى وايي، دغه مرکزونه په شپږو ولسواليو کې دي چې پرون په‎کې د رأی اچونې بهیر ناوخته پیل شوی و او یا هم د نورو ستونزو له امله تړلي پاتې وو.

د والي وياند وايي، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له ولسوالیو مرکز ته د انتخاباتي موادو او د کارول شوو رأیو د انتقال بهيرهم پیل شوى دى.

د بلخ پوليسو د مرکز مزارشريف په يوه جومات کې د څلورو کسانو مړي پيدا کړي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دُراني وويل، دغه کسان د وسله‎والو طالبانو له‎خوا په نهرشاهي ولسوالۍ کې وژل شوي او بيا يې مړي سيمې ته لېږدول شوي دي.

پوليسو تراوسه پورې نه‎دي ويلي چې وژل شوي کسان څوک دي؟ خو يوې سرچينې ازادي راډيو ته ويلي چې وژل شوي کسان په بلخ کې د ولسي جرګې د يوه کانديد څارونکي وو.

سرچينه وايي، دغه کسان د وسله‎والو طالبانو له‎خوا تېره شپه تښتول شوي او بيا وژل شوي دي.

د بلخ پوليسو ويلي چې د پېښې په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، ويلي چې په‎دې قضيه کې دوى لاس نه‎لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG