د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د پرونيو انتخاباتو په دوام نن د ٢٢ ولايتونو په څه باندې ٢٥٠ مرکزونو کې رايه اچونه روانه ده.

دا هغه مرکزونه دي چې خلک نه وو توانېدلي د ولسي جرګې په پرونيو انتخاباتو کې رأيه ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن ازادي راډيو ته وويل:

"زه هيله مند يم چې نن تر پايه پورې هغه کسان چې پرون په ټاکنو کې له ګډونه بې برخې پاتې وو، وکړاى شي خپلې رأيې وکاروي."

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، پرون خلکو د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په ٤٥٠٠ مرکزونو کې رأی ورکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډيو ته وويل، دوى اټکل کوي، ښايي تر پنځو میليونو پورې کسانو په انتخاباتو کې خپلې رأی کارولي وي.

د لغمان په مرکزي روښان عالي لېسه کې د رأی اچوونکو اوږد کتار

سید قدیر شاه ازادي راډیو ته د انتخاباتي بهیر ویډیو لېږلې خو نوموړي د خپل ځای په اړه څه نه دي ویلي.

په ننګرهار ولایت کې د امنیتي ستونزو له امله د رای ورکولو بهبر بند شو.

د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې چې د تخینکي او امنیتي ستونزو له امله ټاکل شوې وه نن یکشنبه هم رایې ورکړل شي، د امنیتي ستونزو له امله دغه بهیر بند شوی دی.

د ننګرهار د انتخاباتو د کمېسیون رئیس ډاکټر احمد داود صدیق زاد ازاي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې ۱۴ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له امله بند شوي دي.

دغه مرکزونه په خوګیاڼو، لعلپوري، نازیان، سپین غر، بټي کوټ او شینوارو ولسوالیو کې دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي هم مني چې د امنیتي ګواښونو له امله یې دغه مرکزونه بند کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG