د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

هغه افغانان چې پرون یې د رأیو د مرکزونو د نه پرانېستل کېدو رأی استعمال نه کړای شوې، نن رأی اچوي.

په کابل کې د ازادي راډیو خبریالان وايي چې د رأی ورکولو مرکزونه په ځنډ پرانېستل شول، خو تراوسه پورې هغه ډول تخنیکي ستونزې نه ویني چې پرون یې له کبله ډېر خلک په ساعتونو منتظر پاتې شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې نن به د رأی ورکولو ۴۰۱ مرکزونه پرانېستې وي چې ۵۰۰ اضافي کارکوونکي ورلېږل شوي دي.

د ارزګان ولایت له ګیزاب ولسوالۍ پرته، نور د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او درېيو ولسواليو کې ټاکنې تېره شپه دولس بجې پای ته ورسېدي.

ولایتي اداره او د ټاکنو کمېسیون وايي چې ټاکنې په شفاف ډول په ښه توګه ترسره شوي او خلکو پکې پراخ ګډون وکړ.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:25 0:00
مستقیم لېنک

په بغلان ولایت کې د ازادي راډیو خبریال بشیر احمد غزالي وايي ۲۲ انتخاباتي مرکزونه د امنیتي دلایلو له مخې تړل شوي وو، لا هم تړلي دي.

دی وايي ددې ولایت د انتخاباتو رئیس عبدالوهاب صافي ازادي راډیو ته ویلي چې نن یکشنبه به هېڅ انتخابات په بغلان ولایت کې ترسره نشي.

د ازادي راډیو خبریال نورالله شایان وايي د کابل ښار په باقرالعلوم جومات کې لا هم انتخاباتي ټاکنې نه دي پیل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG