د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان بدیع صیاد وايي، پر ټاکنیز بهیر د خلکو صفر شوی اعتماد یې لوړ کړ.

صیاد پرون شنبه د اکټوبر ۲۰مه، په کابل کې په خبري غونډه کې ومنله چې د بایومټریک سیسټم د نوي والي او د وخت د کموالي له امله تخنیکې ستونزې پېښې شوي، خو ډېر خلک وتوانېدل چې رأی ورکړي.

صیاد زیاته کړه:

"زه له خپلو وطنوالو چې د رأیو مرکزونو ته راغلل مننه کوم چې مرکزونو ته راغلل او د خلکو د روغې دعوې یې باطلې کړې. دا د دې ښکارندوي ده چې خلک له انتخاباتو سره څومره مینوال دي او د انتخاباتو کمېسیون څومره کار کړی چې هغه اعتبار چې صفر درجې ته را ټيټ شوی و، داسې مرحلې را ورسوي چې میلیونونه وګړي له ټولو ستونزو سره هم له کورونو را ووځي او خپلو کاندیدانو ته رأی ورکړي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې په هغو مرکزونو کې به چې د تخنیکې ستونزو له امله نه و پرانېستل شوي، نن یکشنبه د اکټوبر ۲۹مه بیا انتخابات وشي.

که څه هم افغانان د انتخاباتو د شفافې پروسې نه خوښ ښکاري خو ځینې یې د کار له سستوالي شکایت لري.
دا چې په کابل او ولایتونو کې د انتخاباتو پروسه څنګه تېریږي؟ د تمیم اخګر په دې ویډیويي راپور کې یې وګورئ.

په ۳۷۱ مرکزونو کې نن یکشنبه انتخابات پیلېږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د ولسي جرګې په ټاکنو کې د "ډېرو خلکو" ګډون ستایلی دی.

د یوناما په خبرپاڼه کې چې پرون د اکټوبر۲۰مه، خپره شوې ویل شوي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې، اول وار په افغانستان کې د انتخاباتو بهیر په بشپړ ډول د افغانانو له لوري ترسره شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې میلیونونه افغانانو پرون له امنیتي ګواښ، تخنیکې ستونزو او ساعتونو انتظار له زغملو سره د خپلې ښې راتلونکې لپاره رأی ورکړي.

په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو بنیاد وايي، په انتخاباتي‌ مرکزونو کې د رأی ورکولو د بهیر ناوخته پیل سبب شو چې د دوی ناظرین له ستونزو سره مخامخ شي.

دې ادارې پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه په یوه بیان کې وویل چې په ۲۵ ولایتونو کې یې ۱۸۵ ناظرانو د مازدیګر له څلور نیمو بجو د ماښام تر نهو بجو انتخاباتي بهیر څارلی، خو د هوا له تيارې سره د هغوی ښځینه څارونکې مجبوره شوي چې کورونو ته ولاړې شي.‌

ټیفا په خبرپاڼه کې دا چې د انتخاباتو بهیر د یکشنبې ته اوږد شو شدیده اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي‌ چې دا کار درغلیو ته لاره جوړوي.

د انتخاباتو د څارنې دې ادارې د شنبې د ورځې په ټاکنو کې تخنیکي ستونزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ټاکنو د پایلې په اړه اندېښنه لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG