د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۲۵۰ مرکزونو کې نن یکشنبه انتخابات ترسره کېږي.

دا هغه مرکزونه دي چې پرون شنبه د اکټوبر۲۰مه، تړلي پاتي شوي وو او خلک ونه توانېدل چې رأی ورکړي.

د دې کمېسون ویاند، سید حفیظ الله هاشمي پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل:

سید حفیظ الله هاشمي

"جمعاً، په ټول افغانستان کې متأسفانه ۲۵۳ مرکزونه شته چې موږ ونه توانېدو چې هلته انتخابات وکړو او نن یکشنبه هلته بیا رأی ګیري کېږي."

هغه زیاته کړه چې پرون په ۴۵۰۰ مرکزونو کې خلکو رأی ورکړي دي.

د کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد تېره شپه په کابل کې په خبري غونډه کې وویل چې ابتدايي رپوټونو څرګنده کړې چې تر درې میلیونه زیاتو وګړو رأی ورکړي دي.

صیاد وویل چې د رأی ورکوونکو دقیق شمېر به وروسته اعلان شي.

صیاد: د رأیو بهیر به د شپې تر اتو او ځینو سیمو کې سبا هم دوام کوي

د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې نېږدې ۹ میلیونه د رأی ورکولو په شرایطو برابر افغانانو، نومونه ثبت کړي وو.

یو سپین ږیری سړی هم خپل رایه کاروي

  • تخنیکی ستونزې

په افغانستان کې د حقوقي چارو یو شمېر څارونکو ویلي چې د یکشنبې ورځ په یو شمېر مرکزونو کې بیا انتخابات د ټاکنو د قانون خلاف کار دی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند وویل، انتخابات تمدید شوي نه‌دي، بلکه د افغانستان د شرایطو پر اساس، یو شمېر خلکو ته موقع ورکړل شوې چې خپله رأیه استعمال کړي.

په ځینې مرکزونو کې پرون د رأی ورکوونکو د نوم لړ نشتوالی، په ځینې سمیو کې د بایومټریک ماشینونو کار نه کول، په یو شمېر انتخاباتي مرکزونو کې د مامورینو نشتوالی او داسې نورې تخنیکي مسئلې د دې سبب شوي چې ګڼ شمېر خلک ساعتونه د رأی ورکولو لپاره انتظار وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ومنله چې ستونزې وې او ویې ویل چې له دې امله یې د افغانستان له خلکو بخښنه غوښتې ده.

  • امنیتي ستونزې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې پرون يې په ټول افغانستان کې لږ تر لږه ۱۹۲ امنیتي پېښې ثبت کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې پرون په ټول افغانستان کې د امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۷ تنه وژل شوي دي.​

دانش زیاته کړه:

"موږ اوس مهال، ۷۰ زره امنیتي ساتونکي دانتخاباتو د څارنې لپاره په دنده ګومارلي دي. د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په احضاراتو کې دي. موږ به نن هم په همدې کار کوو څو خلک په ارام فکر د رأیو مرکزونو ته ولاړ شي او رأی ورکړي. "

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو وروستۍ پایلې په قوس کې اعلانېږي.

د افغانستان ولسي جرګه ۲۵۰ چوکۍ لري.

سږکال ولسي جرګې ته تر ۲۵۰۰ زیات کاندیدان ولاړ وو.

په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس امین الله افضلي، نن ماښام ناوخاته آزادي راډيو ته وویل، د پکتیا په مرکز ګردېز او اړوند ولسوالیو کې د رایو شمېرنه، پیل شوې.

افضلي ویلي، د یو شمېر امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله، د پکتیا ولایت په اړوند یو شمېر سیمو کې رایې کارونه یا خو له حده زیات وځنډېده او یا هېڅ رایه ونه کارول شوه، په هغو کې به د تلې په ۲۹مه رایې اچونه تر سره شي.

امین الله افضلي:

"هو رایه شمېره نه پیل شوې ده، په ځینو مراکزو رایه شمېره خلاصه شوې ده او په ځینو کې روانه ده، د یو څه تخنیکي او امنیتي ملحوظات و ، مقصد په ډېرو لږو مراکزو کې چې مشکلات یې درلوده هغه به سباته خلاص وي"

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له غزني او کندهار پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خلکو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې د ورځې په سهار د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خپلې خوښې نوماند ته رأیه ورکړه.

ښاغلي غني د کابل اماني لیسې ته لاړ او د خپلې رأيې په استعمال سره يې له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې دغه پروسه په رسمي ډول پیل کړه.

ولسمشر دا یوه تاریخې شېبه یاده کړه او ويې ویل چې بې باوري، په باور، شک او تردید په یقین او نیوکه وه چې نن په مرسته بدله شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني وویل:

"رأیه یو امانت دی چې موږ یې سپارو او د هغه امانت په اساس له هر کاندیده غواړو چې په ولسي جرګه کې زموږ قوانین تصویب کړي او د ملت په کور کې د د خپلو خلکو استازيتوب وکړي."

په همدې حال کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د رأیې ورکولو یو مرکز ته لاړ او خپله رأیه يې وکاروله.

ښاغلي عبدالله وویل چې که څه هم په د رأيې اچونې د پروسې په پیل کې یو شمېر تخنیکي ستونزې موجودې دي، خو د انتخاباتو له کمېسیونه يې غوښتنه وکړه چې دې برخې ته باید پاملرنه وکړي.

نوموړي دا هم وویل، سره له دې مخالفینو هڅه وکړه چې خلک په دې پروسه کې له ګډونه منع کړي، خو خلکو په انتخاباتو کې په پراخه ګډون سره مخالفینو ته د رد ځواب ورکړ.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"د دغې پروسې د ناوخته شروع کېدو په اړه یو شمېر شکایتونه موجود وو، دې ته باید کمېسیون پاملرنه وکړي، تر څو خلک د رأيې له حقه محروم نه شي."

دا په داسې حال کې ده چې په مرکز کابل کې دا بهیر له یو شمېر امنیتي او تخنیکي ستونزو سره مل و.

د رأیه ورکولو د مرکزونو په ځنډ سره خلاصېدل، د بایومیټریک سېستم سره د کارکوونکو نه بلدتیا، د انتخاباتي کارکوونکو پر وخت نه حاضرېدل، د رأیې ورکوونکو د نوملړ ګډوډېدل او په یو شمېر مرکزونو کې د رأیې پاڼو کموالی هغه ستونزې وې چې دغه بهیر يې له ستونزو سره مخ کړی و.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم په دغه پروسه کې یو شمېر ستونزې مني، خو وايي چې هغه مرکزونه چې په ځنډ پرانيستل شوي، د شپې تر اتو بجو پورې به پکې رأیه اچونه روانه وي او هغه مرکزونه چې بیخي نه دي پرانيستل شوي، سبا یعنې د یکشنبې په ورځ به په کې رأیه اچونه وشي.

د دغه کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالدیع صیاد په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې نن په سلو کې ۹۸ مرکزونه خلاص او اته فیصده يې بند وو.

ګلاجان عبدالدیع صیاد
ګلاجان عبدالدیع صیاد

ده وویل:

"زموږ ۹۲ فیصده مرکزونه په نننیو انتخاباتو کې فعال وو او اته فیصده يې د تخنیکي او اداري ستونزو له امله غیر فعال وو چې انتخابات پکې ترسره نه شول، ټيټه رأیه ورکونه په فاریاب او لوړه په کابل کې ترسره شوې ده، کوم ارقام چې موږ ته رارسېدلي دي، د ورځې تر دو بجو پورې په کابل کې شپږ لکه او اته دېرش زره کسانو رأیه ورکړې ده."

ښاغلي صیاد دا هم وویل چې د ۴۹۰۰ مرکزونو له جملې ۳۷۱ يې د بېلابېلو لاملونو له امله د رأیې اچونې لپاره نه دي خلاص شوي چې سبا به پکې انتخابات ترسره شي.

دی وايي چې تر دې دمه ورته د ۲۷ ولایتونو نیتجې رارسېدلي او د پنځه نورو ولایتونو نتیجې يې لا تروسه نه دي ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د رأیې اچونې په پروسه کې یو شمېر ستونزو ته ګوته نیسي او وايي چې دوی ته د رسېدلو شکایتونو له مخې، د رأیې اچونې زیات شمېر مرکزونه د درېیو او څلورو ساعتونو په ځنډ پرانيستل شوي دي.

د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني په یوه خبري کنفرانس کې همدا شان وویل چې د ورځې تر درېیو بجو نه پرانيستل، په ځیني مرکزونو کې د بایوميټریک سېستم نه فعالېدل او یو شمېر مرکزونو ته د حساسو موادو په ځنډ رسېدل نورې هغه ستونزې دي چې دوی ته يې په اړه شکایتونه رارسېدلي دي.

ښاغلي روحاني وویل، همدا ستونزې د انتخاباتو مشروعیت او شفافیت تر سوال لاندې هم راوستی شي.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه هم په روان بهیر کې یو شمېر ستونزو ته په اشارې سره د انتخاباتو کمېسیون ته د پړې ګوته نیسې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل، دوی له وړاندې دغه ستونزې پېشبیني کړې وي، خو چا يې خبرو ته غوږ نه نیوه.

په کابل کې د انتخاباتو د رأیې ورکولو بهیر د ناامنۍ د یو شمېر پېښو شاهد و چې له امله يې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې يې یو شمېر پېښې تأييد کړې، خو ويې ویل چې په دې اړه دوی د تلفاتو د شمېر په را غونډولو اخته دي او وروسته به يې له رسنیو سره شریک کړي.

نجیب دانش
نجیب دانش

دی زیاتوي:

"په کابل کې مو د څو پېښو مخه نیولې ده، یو شکمن موټر کشف شوی دی، دوه تنه تورن کسان نیول شوي دي او د پېښو د تلفاتو په اړه په شمېرو راټولو اخته یوو او دقیق معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړو."

خو د راپورونو په اساس چې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۹ چاودنې شوي چې یو شمېر يې مرګ ژوبله هم لري.

د کابل د ایمرجنسي روغتون مسؤلینو د دغه روغتون په رسمي ټوېټر خبر ورکړی چې د انتخاباتو د ورځې د چاودونو له امله ورته ۳۷ تنه ټپیان راوړل شوي چې یو شمېر يې تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د روغتون مسؤلینو د یو ماشوم د وژل کېدو خبره هم کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي ډاکتر محب الله ځېر ازادي راډيو ته وویل چې د نن ورځې په بېلابېلو پېښو کې درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

دې وايي، د دغو پېښو د مرګ ژوبلې دقیقې شمېرې لا هم نه دي معلومې، خو دوی هڅه کوي چې یاد وروستي معلومات دقیق کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د تلفاتو د دغې شمېرې په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې په ټول افغانستان کې زرګونه امنیتي سرتېري د دغې پروسې امنیت ساتي.

د یادولو وړ ده چې د رأیې اچونې لپاره ۸٫۸ میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې چې ۳ میلیونه یې ښځې دي.

د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې ۲۵۶۶ نوماندان سیالۍ کوي، په دوی کې د ښځینه نوماندانو شمېر شااوخوا ۴۰۰ دی.

راپور: اکرام الله اکرام

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG