د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو اوونیز بحث « د شنه اسمان لاندې » پروګرام ژوندی بهیر:

د ټاکنیزو چارو کارپوه پاینده حکمت وايي چې تېرو ټاکنو ته په کتو د اوسنیو ټاکنو ستونزې کمې او ښېګڼې زیاتې دي.

نوموړی وايي چې که څه هم د سیمې هېوادونو، وسله والو او یو شمېر نورو کړیو غوښتل چې دا ټاکنې ناکامې کړي، خو له نېکه مرغه دا ټاکنې تر ډېره د کامیابۍ په درشل کې دي.

له ښاغلي حکمت سره د ازادي راډیو خبریال محبوب شاه محبوب مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:41 0:00
مستقیم لېنک

د زابل د دوو ولسواليو اوسېدونکي په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې دي. خاک افغان او دای‌چوپان هغه ولسوالۍ وې چې له لویه سره په‌کې نوم‌ليکنه نه وه شوې.

بل‌خوا د دغه ولایت د مرکز کلات اوسېدونکي شکایت کوي چې تخنيکې ستونزې او د ټاکنیزو توکو کمښت اوږده انتظار ته اړ کړي.

په عین وخت کي د دغه ولایت والي که څه هم د ځينو تخنيکي ستونزو خبره مني خو وايي چې د رأی ورکونې بهیر ډېر ښه روان دي.

د زابل په مرکز کلات کې خلک او چارواکي یو ځای په کتارونو کې د رأیب کارونې په موخه نوبت ته انتظار دي.

دوی که څه هم د زابل په مرکز کې د رأی کارونې بهیر ګړندی ګڼي، خو د یو شمېر تخنيکې ستونزو یادونه کوي.

د رأی ورکونکو په خبره، په بایومټریک سيسټم کې تخنيکي ستونزې، په ځينو مرکزونو کې د ټاکنیزو توکو نه موجودیت او د رأی اچونې لپاره د ګمارل شوېو مامورینو ورو کار د دوی د اوږده انتظار سبب شوي.

په عین وخت کې د زابل والي رحمت الله یارمل هم د ځينو تخنيکې ستونزو خبره مني، خو وايي چې په ټوله کې دغه بهیر تر ډېره منظم دي.

د زابل ولایت له لسو ولسوالیو له ډلې په دوو ولسواليو «دای‌چوپان او خاک افغان» کې رأيه اچونه نه ده شوې.

د چارواکو په خبره یادو ولسواليو ته د ناامنیو له امله د نوم‌لېکنې توکي نه‌دي رسېدلي او خلک یې په ټاکنو کې له ګډونه بې برخې دي.

زابل په ولسي جرګه کي درې څوکۍ لري چې شاوخوا ۲۶ کسانو ورته ځانونه کاندید کړي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي چې ټول ټاکنیز مرکزونه خلاص دي او په کومو سیمو کې چې وسله والو مخالفینو حمله کړې په شا تمبول شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې په کونړ کې د دوی د توقع خلاف خلک رای ورکونې ته راوتلي او تردې مهاله کومه شدیده امنیتي پېښه نه ده شوې.

د کونړ له والي سره د ازادي راډیو خبریال محبوب شاه محبوب مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
مستقیم لېنک

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG