د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د جوزجان ولایت اوسیدونکي د شبرغان ښار په بېلابېلو سیمو کې انتخاباتي مرکزونو ته تللي څو خپله رایه وکاروي.
د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار ددې ښار انتخاباتي وضعیت څارلی او دا ویډیويي راپور یې پرې برابر کړی دی.
ویډیو ایدیت: تمیم اخګر

د جوزجان په شبرغان ښار کې انتخاباتي حال
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

شهامت له ټاکنو د څار بنسټ وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اکثره د رأیې ورکونې مرکزونه په خپل وخت نه دي شروع شوي.

د دغه بنسټ مشر فرید سیلاني ازادي راډیو ته وویل چې د تخنیکي ستونزو له امله د ټاکنو اکثر مرکزونه ناوخته شروع شول او ځیني خو یې تړلي پاتې شوي دي.

له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال محبوب شاه محبوب مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:50 0:00
مستقیم لېنک

په کندز کې د ولسي جرګي دټاکنو بهېر په ښه توګه جریان لري.

په کندز ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر چارواکي وايي چې په کندز کې د ټاکنو بهیر په ښه توګه جریان لري.

په کندزکې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس محمدرسول عمر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې ۲۲۰ ټاکنیز مرکزونه په پام کې نیول شوي وو، خو د امنیتي ګواښونو له کبله له دغه شمېر څخه اوس مهال یوازې ۸۶ د رایې ورکولو مرکزونه فعال دي:

"تاسې ګورئ چې خلک راغلي خپلې رایې کاروي او په کندز ښار کې ۳۵ ټاکنیز مرکزونه دي او ټولو مرکزونو ته حساس او غیر حساس مواد رسېدلي دي او کوم خاص مشکل نشته او له خلکو غواړم چې راشي او په دغې پروسه کې برخه واخلي او خپلي رایې وکاروي. "

په ورخت کې خلک بیا وايي چې په شمېر ټاکنیزو مرکزونو کې د رایې ورکولو بهیر ډېر پڅ جریان لري، خو بیا هم خلک په ډېره لېوالتیا سره انتظار باسې، څو د خپل د خوښئ کاندید ته رایې ورکړي.

د دې ولایت دوتنو اوسېدونکو محمد زمان او نصیر احمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه دلته له خپلو دوستانو سره راغلی یم او غواړم خپله رأیه وکاروم، خو لږشانته امنیتي ګواښونه هم موجود دي او زیات شمېر خلک د امنیتي ګواښونو له کبله له خپلو کورونو نه دي راوتلي او امنیتي ځواکونه هڅې کوي چې امنیتي ګواښونه دفع کړي."

"موږ په ټاکنیزو مرکزونو کې خپلي رأيې وکارولې، خو لږ شانته بې نظمي او ګډوډي په ټاکنیزو مرکزونو کې شته، نو خدای دي وکړي چې شفافیت په پام کې ونیول شي، څو حق حقدار ته وسپارل شي."

په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس محمد رسول عمر وايي چې یوازې د دې ولایت په قلعه زال، کلبات او ګل تپې ولسوالیو کې د لوړو امنیتي ګواښونو له کبله انتخابات نه ترسره کېږي.

او دغه راز نن سهار د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په اب فروشان سیمې کې یو ټاکنیز مرکز سره له ټاکنیزو توکو د وسله والو مخالفانو له خوا وړل شوي دي.

که څه هم نن سهار راهیسې د کندز ښار په نېږدې څنډو کې او د دې ولایت په ولسوالیو کې وسله والو طالبانو خپل مسلحانه تحرکات پیل کړي او دغه راز د کندز ښار د طالبانو د توغول شو توغندیو شاهد هم وو.

خو بیا د کندز د حوزوي روغتون چارواکي وايي چې تراوسه پورې دغه روغتون ۴۰ ټپیان او دوه مړي راوړل شوي دي چې ډېره برخه یې ملکي وګړي جوړوي او دغه راز له تېرې ورځي راهیسې د کندز – تخار لویه لاره هم د وسله والو طالبانو د تحرکاتو له کبله د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

خو د کندز امنیتي چارواکي بیا وايي چې دوی د دې ولایت په کچه د وسله والو طالبانو تحرکات یې دفع کړي دي او له خلکو غواړي چې په پوره قوت سره په دغه ملي بهیر کې برخه واخلي.

په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس وايي چې په دغه ولایت کې له ټولو ۳۵ مرکزونو ۳۳ یې فعال دي. اجمل ارین تاسو یو له دغو مرکزونو ته بیايي. اېډېټ: تمیم اخګر

په کندز کې د رأی ورکونې ۳۳ مرکزونه فعاله دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG