د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

د کوچیانو د چارو مسؤلین: شاید ۵۰ سلنه کوچیان د رأیې له حقه محروم شي


د کوچیانو چارو د سمون خپلواک ریاست وايي چې ممکن د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ۵۰ سلنه ثبت نام شوي کوچیان د رأی ورکولو له حقه محروم شي.

د افغانستان د کوچیانو چارو د سمون خپلواک ریاست چارواکي وايي چې که د انتخاباتو د اوسني طرزالعمل مطابق رأیه وکارول شي، د دې وېره شته چې ممکن ثبت نام او سټیکر لرونکي زرګونه کوچیان د رأی له حقه محروم شي.

د دغه ریاست ویاند عبدالله واحدیار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۷» ازادي راډیو ته وویل، کوچیان دا مهال له سړو سیمو ګرمو سیمو ته کډه کوي او په ګرمو سیمو کې د رأیو په مرکزونو کې د رأیو د ورکړې په نوملړ کې د دوی نومونه نه‌شته.

دی وایي:

"له شوي ثبت نام سره سره ۵۰ سلنه کوچیان نه‌شي کولای چې خپله رأیه وکاروي او د خپلې خوښې کاندید ته رأیه ورکړي، ځکه دوی اکثر په سړو سیمو کې ثبت نام کړی، اوس چې هوا سړه شوې نو دوی ګرمو سیمو ته ځي، هلته‌یې د رأی ورکونې په نوملړ کې نومونه نه‌شته، ممکن ډېری کوچیان د رأی له ورکړې محروم شي."

ښاغلی واحدیار زیاتوي چې دا مهال په افغانستان کې شااوخوا پنځه میلیونه کوچیان ژوند کوي چې نږدې نیم میلیون‌یې نوم لیکنه کړې او پاتې یې د بېلابېلو عواملو له امله له نوم لیکنې پاتې شوي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د کوچیانو لپاره ۱۰ څوکۍ ځانګړې شوي چې دا مهال ورته ۴۴ نارینه او ښځینه کاندیدان په انتخاباتي سیالیو بوخت دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له طرزالعمل سره سم هر هغه چا چې چېرته نوم لیکنه کړې وي، په هغه مرکز کې یې د رأی ورکونې په نوملړ کې نوم راځي او د نوملړ مطابق رأیه ورکوي، له هغې پرته د رأیې له حقه محرومېږي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د کوچیانو مشرانو او استازو له دوی سره له پخوا هوکړې ته رسېدلي چې کوچیان به په ټاکلي مرکز کې رأیه اچوي.

نوموړي وویل:

"له پخوا د دوی د مشرانو نظریات اخیستل شوي او په دې اړه دوی له موږ سره سلا شوي وو، په هغه مرکز کې چې یې نوم لیکنه کړې، په هغه مرکز کې به‌یې نومونه ځړول کېږي او خپله رأیه به کاروي."

که څه هم انتخاباتو ته کم وخت پاتې دی، خو د کوچیانو چارو د سمون خپلواک ریاست د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې د دغې ستونزې د حل لپاره نوی طرزالعمل رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې دغه ستونزه‌یې له انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره شریکه کړې ده.

د دغه بنسټ اجرائیو رئیس یوسف رشید وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید ژر تر ژره په دې برخه کې سروې وکړي او هغه د رأی ورکونې لېستونه چې په سړو سیمو کې دي، د امکان په صورت کې دې ګرمو سیمو ته انتقال کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG