د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

کندزیان: که په کندز کې امنیت ښه نه‌شي، ښايي خلک په ټاکنو کې برخه وانه‌خلي


د کندز ښار
د کندز ښار

د کندز اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د دولت تر ادارې لاندې سیمو کې په امنیتي لحاظ پرمختګ نه‌دی راغلی او که وضعیت په همدې ډول دوام ولري، نو ښايي د ولسي جرګې ټاکنې د امن په فضا کې ترسره نه‌شي.

د ولسي جرګې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو له پیلېدو سره د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي او دغه‌راز وايي، که چېرې د کندز روان امنیتي وضعیت ته ډېر ژر رسېدنه ونه‌شي، نو ښايي زیات شمېر خلک د امنیتي ګواښونو له کبله په دغې پروسه کې برخه وانه‌خلي.

د دغه ولایت یو تن اوسېدونکي عین‌الدین په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"څرنګه چې وینئ، انتخاباتي کمپاینونه جریان لري او که دولت غواړي چې شفاف او پاک انتخابات ولرو او د خلکو لپاره د منلو وړ وي، نو باید د امنیت ټينګولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي."

له دې سره سم د کندز یو بل اوسېدونکی غلام سخي وايي چې اوس مهال د کندز ښار په نږدې څنډو کې وسله‌وال مخالفين موجود دي او که وضعیت همدا ډول دوام ولري، نو ښايي زیات شمېر خلک له خپل مدني او قانوني حقه محروم پاتې شي.

دی زیاتوي:

"کندز له ډاډمن امنیته برخه‌من نه‌دی او که وسله‌وال طالبان مسلحانه تحرکات ولري، مرمۍ یې ان د ښار چوک ته رارسېږي او که وضعیت همدا شان ادامه ولري، نو ښايي موږ شفاف انتخابات ونه‌لرو، دولت باید د انتخاباتو د تأمينولو په برخه کې جدې ګامونه پورته کړي."

بل‌خوا په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې قوماندان غلام مرتضی سروري بیا وايي، امنیتي ګواښونه دومره جدې نه‌دي چې د ټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کړي.

ښاغلی سروري زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونه د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پوره چمتووالی لري، څو خلک د امن په فضا کې په ټاکنو کې برخه واخلي.

نوموړی وایي:

"موږ دا منو چې یو اندازه امنیتي ګواښونه موجود دي، خو دغه ګواښونه په دې پيمانه نه‌دي چې د ټاکنو د پروسې مخه ونیسي او یا حکومت او امنیتي ځواکونه له ننګونو سره مخ کړي، زموږ امنیتي ځواکونه د انتخاباتو ترسره کولو لپاره پوره چمتووالی لري."

کندزیان په داسې حال کې د دغه ولایت د روان امنیتي وضعیت په اړه خپلې اندېښنې څرګندوي چې د میزان د میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کېږي، خو د دغه ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې د افغان ګډو ځواکونو د کندز په دوو ولسوالیو قلعه‌زال او چهاردرې کې وسله‌والو طالبانو ته کلکه ضربه ورکړې او نور دې ډلې ته د سر پورته کولو فرصت نه‌ورکوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG