د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

خلک: په غزني کې وسله‌وال طالبان د مالیې په نوم پيسې اخلي


د غزني چارواکي وايي، وسله‎والو طالبانو د کابل-کندهار د لويې لارې پر امتداد، څو لوی او واړه پلونه الوزولي او پر پاخه سړک تګ راتګ‌یې بند کړی دی.

له دې امله د سیمې خلک، مسافر وړونکي موټر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي مجبور دي چې له پاخه سړکه واوړي او په خامه لارو په هغو سیمو کې چې د وسله‎والو طالبانو په لاس کې دي، تګ راتګ وکړي.

په سیمه کې یو شمېر خلکو ازادي راډیو ته ویلي چې وسله‎وال طالبان له هغو خلکو چې د کابل-کندهار د لویې لارې د تخریبېدو له امله پر خامه لارو سفر ته مجبور دي، د مالیې په نوم پيسې هم اخلي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

وسله‎والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ ته تللی سړک هم بند کړی دی.

د غزني د والي ویاند، محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو په قره‎باغ ولسوالۍ کې څو پلونه تخریب کړي او د کابل-کندهار سړک‌یې بند کړی دی.

عارف نوري وویل چې ډېر ژر به پوځي عملیات په سیمه کې پیل شي.

د غزني د والي ویاند، محمد عارف نوري
د غزني د والي ویاند، محمد عارف نوري

محمد عارف نوري زیاته کړه:

"زموږ امنیتي ځواکونو احضارات پیل کړي او د ملي اردو نوي ځواکونه هم وراستول شوي او ډېر ژر به د دې سیمو او نورو ولسوالیو د پاکولو لپاره تصفیوي عملیات پیل شي."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00
مستقیم لېنک

د غزني د والي ویاند پرون شنبه د اکټوبر ۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې د غزني او پکتیکا د سړک پر امتداد هم له څلورو ورځو راهیسې عملیات روان دي او امنیتي پوستې به هم ځای پر ځای شي.

غزني د افغانستان یوازنی ولایت دی چې سږ کال به د ولسي جرګې انتخابات نه په‎کې کېږي.

وسله‎والو طالبانو د روان کال د اګسټ په ۱۰مه، پر غزني ښار درنه حمله وکړه.د غزني ښار له حملې وروسته

د ملګرو ملتونو د سازمان د اټکل له مخې، په هغې خونړۍ حمله کې ۲۰۰ تنه ملکي وګړي ووژل او زخمیان شول، د ښار لوی بازارونه وسوځېدل او خلکو ته ډېر مالي تاوان هم ورسېد.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال ویاند، جنرال محمد رادمنش پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې حکومت باید په غزني کې د خلکو سیاسي او اقتصادي وضعیت ته زیات پام کړی وی او دا ولایت‌یې له داسې کمزوري حالته ژغورلی وی.​محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"دولت په‎دې برخه کې کمزورتیاوې لري، دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت په کار کې نیمګړتیا ده، دولت نه‌دی توانېدلی چې خلکو ته کارونه پیدا کړي چې له امله‌یې په غزني کې فقر دوه برابر زیات کړی دی. هغه پروګرامونه چې له غزني سره‌یې ژمنه شوې وه، باید عملي شي که نه، شعاري مسایل هېڅ ستونزه نه‎شي حل کولای او وضعیت لا خرابېدلای شي."

د افغانستان جمهور رئيس غزني ته په وروستي سفر کې له خلکو سره ژمنه وکړه چې غزني به له اداري اړخه د لومړۍ درجې ولایتونو کې وګڼل شي او امنیتي کمربندونه به‌یې ټینګ شي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د غزني پر ښار د وسله‎والو طالبانو تر حملې وروسته ولسمشر غني ژمنه کړې وه چې ۲۰ میلیونه ډالر به د غزني د ښار له بیارغونې او له خلکو سره د مرستې لپاره مصرف کړي.

د غزني له ۱۸ ولسوالیو څخه ټولې په بشپړ ډول یا قسماً د وسله‎والو طالبانو په لاس کې دي.

غزني په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامي نړۍ د ثقافت مرکز بلل شوی و.

XS
SM
MD
LG