د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

رجب طيب اردوغان له جرمني سره د اړيکو ښه کولو غوښتنه کړې


په پام کې ده د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن په برلين کې له جرمني چارواکو سره پر ګڼو مسايلو خبرې وکړي.

دا سفر په‎داسې حال کې کېږي چې ښاغلي اردوغان پرون په يوه مقاله کې چې د يوې جرمنۍ ورځپاڼې ويب‎پاڼې خپره کړې، له جرمني سره د اړيکو ښه کولو غوښتنه کړې ده.

د ترکيې ولسمشر له جرمني غوښتنه وکړه چې په امريکا کې د دېره مذهبي مشر فتح الله ګولن غورځنګ د تروريستي سازمان په توګه په رسميت وپېژني.

انقرې تور لګولى چې ښاغلي ګولن د ٢٠١٦میلادي کال د کودتا په ناکامه هڅه کې لاس درلود، خو ګولن دا تور رد کړى دى.

رجب طيب اردوغان د جرمني د فرانکفورتر الګیماينه څیتونګ ورځپاڼې په ويب‎سايټ په يوه مقاله کې ويلي، د ناټو دوه غړي هېوادونه ترکيه او جرمني باید د يوې بې‎باکانه تجارتي جګړې د مخنيوي لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو «د غيرمسوولانه پاليسيو» مخه ونیسي.

د ترکيې ولسمشر اردوغان
د ترکيې ولسمشر اردوغان

اردوغان ليکلي:

تمه لري چې جرمني به د ده د هغې مبارزې ملاتړ وکړي چې د ګولن د غورځنګ ترڅنګ يې د کُردانو د ممنوعه کارګر ګوند «PKK» په وړاندې پيل کړې ده.

د ترکيې ولسمشر ويلي، هيله‎مند دى د جرمني او ترکيې په خرابو شويو ډيپلوماتيکو اړيکو کې نوى فصل پرانېستل شي.

په جرمني کې تر ٣ میليونو ډېر په خټه ترکان ژوند کوي.

ځينې کسان فکر کوي چې جرمني ته د ښاغلي اردوغان سفر به د انقرې او برلين ترمنځ په اړيکو کې موجود کړکېچ زيات کم نه‎کړي.

د جرمني د بُن پوهنتون د ساينسي علومو او نړيوالو اړيکو استاد ګو شوى يو د چين له مرکزي ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل، ترکيه جرمني ته زياته اړتيا لري:

"د امريکا متحدو ايالتونو تر فشار لاندې ترکيه يوه متحد ته اړتيا لري. ترکيه هڅه کوي د ځان په وړاندې د اروپا چال-چلند اصلاح کړي. بله مسئله د مالي همکاريو ده؛ ترکيه هڅه کوي ځان له اوسني اقتصادي بحران څخه وباسي. په عين حال کې ترکيه د جرمني لويو پانګونو ته اړتيا لري. ترکيه د جرمني نورو مرستو ته هم محتاجه ده."

د ترکيې ولسمشر "د جرمني د توقعاتو" په نوم په خپله مقاله کې ليکلي:

"دا زموږ مسووليت دى چې په معقول ډول خپلې اړيکې د ګډو ګټو پر اساس مخکې بوځو."

د جرمني د صدراعظمې انګېلا مېرکل وياند سټيفن سايبرت د چهارشنبې په ورځ ويلي وو:

"ترکيه زموږ لپاره يوه مهمه شريکه او د اروپا لپاره ځانګړې متحده ده."

په پام کې ده د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن پنجشنبه په برلين کې له جرمني او نورو اروپايي رهبرانو سره بحثونه وکړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د امريکا له متحدو ايالتونو سره د اړيکو محدوديت، د ډالرو په وړاندې د ترکيې د پولي واحد يعنې لېرې ارزښت خورا کم کړى دى.

د ترکيې او جرمني اړيکې د ٢٠١٦میلادي کال تر ناکامې کودتا وروسته د هغه څه له کبله چې اردوغان ځپونکى او مستبدانه رول بلل شوى، ترينګلي شوې دي.

تېرميلادي کال له برلين سره د اړيکو د خرابۍ پر مهال ښاغلي اردوغان د جرمني عمده ګوندونه د ترکيې دښمنان بللي وو او په برلين کې يې چارواکي تورن کړي وو چې د نازيانو غوندې عمل کوي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د اردوغان دغه څرګندونې غندلې وې.

XS
SM
MD
LG