د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د کرکټ د سیالیو په لړ کې افغانستان له هند سره لوبه مساوي کړه


د کرکټ د اسیايي جام د څلور غوره ټیمونه د سیالیو په لړ کې افغانستان پرون له هند سره لوبه مساوي کړه.

دا لوبه چې په دُبۍ کې ترسره شوه، افغانستان په کې لومړی بیټینګ وکړ او د اته لوبغاړو په سوځېدو یې په پنځوس اورونو کې ۲۵۲ منډې جوړې کړې.

افغان توپ وهونکي محمد شهزاد د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ۱۲۴ منډې وکړې او د اسیا جام په سږنیو لوبو کې یې د افغانستان لپاره لومړنۍ سلیزه ثبت کړه.

هندوستان بیا د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۲ منډې جوړې کړې. محمد شهزاد د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

افغان توپ اچونکی راشد خان هغه مهال چې هندوستان اووه توپونه لرل او اوو منډو یې اړتیا وه په غوره توپ اچونې وتوانېده چې هندي توپ وهونکې د منډو له جوړولو راګرځوي او په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لوبه مساوي پای ته ورسېده.

افغانستان چې د اسیا جام د سږنیو سیالیو په لومړي پړاو کې یې خپلې ټولې لوبې ګټلي وې، د څلور غوره ټیمونو په مرحله کې یې تر دې مخکې پاکستان او بنګله دیش ته په لږ توپیر دوه لوبې بایللې دي او له هند سره پرونۍ لوبه یې په دې سیالیو کې وروستۍ لوبه وه.

XS
SM
MD
LG