د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د کرکټ په سیالیو کې نن هندوستان او پاکستان سره مخ کېږي


په عربي متحده اماراتو کې د کرکټ د اسیايي جام په روانو سیالیو کې نن هندوستان او پاکستان سره مخ کېږي.

دواړه ټیمونه په اې ګروپ کې تر اوسه د هانګ کانګ په وړاندې برلاسي شوي دي.

تمه کېږي چې د پاکستان صدراعظم او د دې هېواد پخوانی کرکټر، عمران خان به هم په دوبۍ کې د دې لوبې نندارې ته ورشي.

که څه هم پاکستان او هندوستان دواړو د دې جام نیمه پایلوبې ته لاره موندلې ده، خو نننۍ لوبه به د «A» ګروپ کې مخکښ ټیم وټاکي.

هانګ کانګ پرون له هندوستان څخه له ماتې خوړولو وروسته له دې ګروپ ووت.

د اسیايي جام په «B» ګروپ کې بیا افغانستان او بنګله‌دېش سره د پنجشنبې په ورځ مخ کېږي.

دې دواړو ټیمونو هم سرېلانکا ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لاره موندلې ده.

XS
SM
MD
LG