په کابل ښار کې د داعش وسلهوالې ډلې ۲۶ غړي ونیول شول.
د ملي امنیت یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسلهوال نن د سې شنبې په سهار د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ونیول شول.
دغې سرچینې وویل چې نیول شوي داعش وسلهوال د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ښار ته د محرم په مراسمو کې د چاودنو او انتحاري حملو په هدف راوستل شوي و.
سرچینه وايي چې دغه وسلهوال د عبدالله په نوم کس لهخوا رهبري کېدل چې هغه هم نیول شوی دی.
دا په داسې حال کېده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د محرم د مراسمو پر مهال په کابل ښار او ولایتونو کې د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو امر کړی دی.
د ولسمشر له دې امر سره د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د ټینګښت په هدف ګڼ پولیس ځای پر ځای شوي دي.
د دې تر څنګ د تکیهخانو د امنیت ټینګولو په هدف پر یو شمېر ملکي کسانو هم وسلې وېشل شوې دي.
په دې اړه نور جزئیات وروسته ...