د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

له نشه يي موادو سره د مبارزې ستراتیژي د نړیوالې ټولنې له خوا تایید شوه


له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې سيمه ييزه ستراتيژي تائيد شوې او اوس افغان حکومت د دې ستراتيژۍ د عملي کولو پر پلان کار کوي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې د سیمه ییزې ستراتېژۍ طرحه چې یو میاشت مخکې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت له خوا د اُتریش په پایتخت ویانا کې وړاندې شوې، د نړیوالې ټولنې له خوا تایید شوه.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل چې په پام کې ده دا طرحه په نږدې راتلونکي کې لاسلیک شي.

د ښاغلي دانشیار په خبره دا مهال افغان حکومت د دې ستراتېژۍ پر عملي پلان باندې کار کوي:

"دا ستراتېژي نهايي شوه او اوس د لاسلیک او عملي پلان په پړاو کې ده، هیله لرو چې د دې ستراتيژۍ په نهايي کېدلو او عملي کېدلو سره به وکولای شو چې د سیمې هیوادونه له افغانستان څخه بهر ته د نشه يي موادو د قاچاقو او له بهر څخه افغانستان ته د فري کرسرونو د راوړلومخه ونيسو، موږ مخکې د تفاهم لیکونو له مخې له ګاونډیو هېوادونو سره کار کاوه، د ستراتيژۍ پر اوسنې طرحه باندې د کارپوهانو تر کچې بحث وشو او په ویانا کې نهايي شوه، موږ اوس د دې طرحې د لاسلیک او عملي پلان په پړاو کې یو."

له نشه يي موادو سره د مبارزې د ستراتېژۍ طرحه یوه میاشت مخکې د افغان دولت له لورې د ۱۳ هېوادونو استازو ته چې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو، د امریکا متحده ایالتونو، اروپايي اتحادیې او ملګرو ملتونو د ادارې استازو ته په ویانا کې وړاندې شوه.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت په خبره، تر دې وړاندې افغانستان، سیمه ییزو او ګاونډيو هېوادونو د دوو اړخیزو او څو اړخیزو هوکړه لیکونو په چوکاټ کې له نشه يي موادو سره مبارزه کوله، خو تر دې وروسته به دا هڅې د یوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې تنظیم کېږي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین ډاکټر ظفر باور لري چې ګاونډي هېوادونه د نشه يي موادو په ستونزه کې لویه ونډه لري.

له امله بايد عملي پلان داسې جوړ شي چې په هغه کې د دوی مسئوليت هم مشخص شوی وي:

"د سیمې هېوادونه زموږ ډېری مسائل نه مني، د افغانستان جګړه دوی پیل کړې او د نشه يي موادو مسئله هم په دوی پورې تړلې ده، خو که حکومت دقیق کار وکړي او هغه ستراتيژي چې دوی یې جوړوي، پر واقعیتونو ولاړه او د عملي کېدو وړ وي، که دا کار وشي له شکه پرته چې د عملي کېدو چانس يې ډېر دی."

افغان دولت وايي چې د هیرويينو د تولید لپاره هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت کېمیاوي مواد د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.

ښاغلی ظفر وړاندیز کوي چې ګاونډي هېوادونه باید افغانستان ته د کېمیاوي موادو د قاچاقو او ټرانزیټ په مخنیوي کې لازمه همکاري وکړي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG