د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

پر غزني د طالبانو د حملې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې اکثره مطالب پر غزني د طالبانو پراخې حملې او د انتخاباتو په تړاو د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ روان بحثونو ته ځانګړي شوي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې پر غزني له څلورو لوریو د طالبانو حملو او له لومړیو امنیتي کمربندونو ماتولو سره ښار ته ننوتل یو ځلې بیا دا وښوده چې طالبان خطرناک پوځي ځواک دی.

ورځپاڼه لیکي چې په جوزجان کې د طالبانو لخوا د داعش ډلی ځپل، ننګرهار کې د داعش پر خلاف د طالبانو د سرې قطعې چمتوالی او بالاخیره د غزني پرونۍ حملې دا ښیي چې د افغانستان په جګړه کې طالبان اوس هم د معادلې د بدلون توان لري.

ورځپاڼې لیکلي دي چې پر غزني د طالبانو لخوا دا حمله داسې مهال شوې ده چې اوس اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په قطر کې له طالب مشرانو سره د سولې په باب خبرې وکړې.

ورځپاڼې وړاندې د دې خبرو په اړه په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر راین کراکر څرګندونې راخیستي دي او لیکلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو د افغان حکومت مشروعیت کمزوری کړی او طالبانو پر دې سیاسي وجاهت وګاټه.

ورځپاڼې لیکلي دي همدغه سیاسي وجاهت طالبانو ته پر غزني د دومره پراخې حملې جرئت ورکړ.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې غزني لا پخوا سقوط وو او دا ځکه چې د ورځپاڼې په وینا د غزني په اکثره ولسوالیو کې د مرکز پرته ټولې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي او حکومت پکې نشته.

ورځپاڼه لیکي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د ځینو کړیو د برلاسي د توطیې پر اساس اکثره ولسوالۍ په لوی لاس نا امنه کړای شوي دي او داسې قومندانان ورته لېږل شوي دي چې په هېڅ نه پوهېږي او یا یې په قصدي ډول سیمې طالبانو ته خوشي کړي دي.

د ورځپاڼې په باور په کوم ولایت کې چې هرڅه په ټپه ولاړ وي د هغه سقوط ته اړتیا نشته او پر طالبانو به هسې د خپلو ځانمرګي او جګړه ماران اضافه وو چې پر دغه ولایت یې حمله کوله، که نه نو طالبانو چې څه غوښتل هغه یې په دې ولایت کې کولای شول.

ورځپاڼې په پای کې خبرداری ورکړی دی، که د دغه ولایت په اړه بې غوري همدغسې دوام وکړي، دا ولایت خو دی سقوط، خو ورسره بامیان، ارزګان، میدان وردګ، پکتیکا، زابل او نور هم سقوط وبولۍ او کابل تر جدي ګواښ لاندی.

پر غزني د طالبانو حمله داسې مهال شوې ده چې د ځینو نورو ورځپاڼو په وینا سیاسي ګوندونو او خوځښتونو د پخلاینی د بهیر له پاره د یو ملي پلاوي د ټاکلو اعلان کړی دی.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې دغو سیاسي ګوندونو او خوځښتونو د جمعې په ورځ له یوی غونډې وروسته یوه اعلامیه خپره کړې او پکې له حکومته او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي دي چې ددغه پلاوي څخه دی ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې له طالبانو هم غوښتل شوي دي چې د افغانستان د خلکو د سولې غږ ته مثبت ځواب ورکړي.

ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د دغو سیاسي ګوندونو دا خبرداری راخیستی دی، چې که د انتخاباتو د بهیر د ړونتیا لپاره اقدام ونشي، نو د فاسدو انتخاباتو دمخنیوي له پاره به دوی مجبوراً نورې لارې خپلې کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دغو سیاسي ګوندونو حکومت ته دوه اوونۍ وخت ورکړی چې د انتخاباتو د ړونتیا په اړه د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د همدغو سیاسي ګوندونو او خوځښتونو په حواله لیکلي دي چې د حکومت مشران د رڼو انتخاباتو د ترسره کولو له پاره سیاسي اراده نه لري.

ورځپاڼې لیکلي دي چې سیاسي ګوندونو او خوځښتونو دا غوښتنه هم کړې چې د رای ورکوونکو نوم لیکنه دې د بایو میتریک سسټم له مخې وشي او نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو له پاره د افغانانو د غوښتنې ملاتړ دی وکړي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې که څه هم د سیاسي ګوندونو د غونډې او غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي، خو لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت شورا په غونډه کې پر دې ټینګار کړی دی چې د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو له پاره تخنیکي مطالعې ته اړتیا ده.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې په راتلونکې غونډه کې دې له یو مشخص بدیل سره حاضر شي.

XS
SM
MD
LG