د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

د ننګرهار د کډوالو چارو پر ریاست ډله‌ییزه حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي

د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې چې د کډوالو چارو ریاست باندې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وسله ...

د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې چې د کډوالو چارو ریاست باندې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وسله‌وال برید پیل شوی، لا هم دوام لري.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼی وایي چې دوه تنه بریدګر ودانۍ ته ننوتي وو چې تر دا مهاله‌یې یو تن امنیتي ځواکونو په ډزو وژلی او بل تن‌یې ودانۍ کې سنګر نیولی دی.

دی زیاتوي چې امنیتي ځواکونو تاکتیکي هڅې پیل کړي چې دوهم بریدګر هم له‌منځه یوسي.

خوګیاڼی وړاندې وایي چې د پېښې له ځایه روغتون ته ۱۱ تنه ټپیان وړل شوي دي.

دی زیاتوي چې په کډوالو چارو ریاست پر داسې مهال برید کېږي چې په ودانۍ کې دننه په کډوالو چارو کې د همکارو ادارو ترمنځ غونډه روانه وه، خو په خبره‌یې چې د برید پر مهال د غونډې ګډونوال او د ادارې یو شمېر کارکوونکي په خوندي توګه له ودانۍ څخه ایستل شوي دي.

خوګیاڼی وایي چې لا هم د ریاست پر ودانۍ کې ګڼ شمېر کارکوونکي بند پاتې دي چې امنیتي ځواکونه‌یې د ژغورلو هڅې کوي.

د برید مسؤلیت لا کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

په جلال‌اباد ښار کې یوه درنه چاودنه شوې.

تر اوسه د دغې چاودنې د نوعیت، کره ځای او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام هم په جلال‌اباد ښار کې پر یوه قومي مشر حیات خان موټربمب چاودنه وشوه.

په دغې پېښه کې د ښاغلي حیات خان په شمول د هغه ځیني ساتونکي هم ووژل شول.

تر اوسه د تېرې ورځې او د نن ورځې د چاودنو مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

نور جزئیات وروسته ...

د ننګرهار په ډله‌ییزه حمله کې تر دې دمه ۱۱ ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.

که څه هم د دغې پېښې د تلفاتو په اړه د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي څه نه‌وايي، خو د ننګرهار د طب پوهنځي د تدریسي روغتون د جراحي څانګې یو ډاکتر ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې له سیمې دوی ته ۱۱ ټپيان وروړل شوي چې درې يې برسېرن ټيبان شوي وو او له لومړنۍ درمنلې وروسته رخصت شوي دي.

د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي چې جګړه پای ته رسېدلې، خو عیني شاهدان وايي چې لا هم په سیمه کې خال خال ډزې اورېدل کېږي.

په ننګرهار کې د کډوالو چارو پر ریاست نږدې غرمه مهال وسله‌وال برید شوی و، تر اوسه د پېښې له ځایه یو تن ټپي روغتون ته بیول شوی، امنیتي ځواکونه ودانۍ ته ننوتي او د بریدګرو د له‌منځه وړلو هڅه کوي.

د ننکرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼی وایي چې د برید پر مهال په یاد ریاست کې د کډوالو په چارو کې د همکارو مؤسسو ترمنځ غونډه هم روانه وه.

خوګیاڼی زیاتوي چې د برید پر مهال د ریاست له ودانۍ نه د رئیس په ګډون د غونډې زیات شمېر ګډونوال روغ رمټ ایستل شوي، خو په خبره‌یې چې لا هم په ودانۍ کې د کډوالو چارو ریاست کارکوونکي بند پاتې دي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې بریدګر له‌منځه یوسي او په ودانۍ کې بند کارکوونکو ته نجات ورکړي.

تر اوسه د دې پېښې پړه کومې وسله‌والې ډلې نه‌ده منلې.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر ریاست ډله‌ییزه حمله شوې ده.

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي تأييدوي چې دې ریاست ته دننه وسله‌وال مخالفین ننوتي او په سیمه کې ډزې روانې دي.

د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وویل چې په دې اړه به نور جزئیات وروسته په ډاګه شي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې موقعیت لري چېرته چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د قابله‌ګانو پر یو روزنیز مرکز وسله‌والو ډله‌ییزه حمله کړې وه.

د دغه ریاست تر څنګ د عامې روغتیا روغتون هم موقعیت لري.

که څه هم د نننۍ پېښې د مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه‌دي ویل شوي، خو د ننګرهار د طب پوهنځي د تدریسي روغتون د جراحي څانګې یو ډاکتر ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې له سیمې دوی ته شپږ ته ټپيان وروړل شوي دي.

د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډيو ته وویل چې لومړی یوه چاودنه وشوه او وروسته ډزې پیل شوې چې لا هم روانې دي.

په جلال‌اباد کې په دې وروستیو کې د اکثرو حملو او چاودنو مسؤلیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په غاړه اخیستی دی.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو په ریاست ډله‌ییزه حمله شوې ده.

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي تأييدوي چې په دې ریاست وسله‌وال مخالفین ورننوتي او په سیمه کې ډزې روانې دي.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې په دې اړه به نور جزئیات وروسته په ډاګه شي.

نوموړی دا هم وايي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست او مرستندویه ادارو ترمنځ غونډه روانه وه چې حمله پرې وشوه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې موقعیت لري چېرته چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د قابله‌ګانو په یو روزنیز مرکز وسله‌والو ډله‌ییزه حمله کړې وه.

د دغه ریاست تر څنګ د عامې روغتیا روغتون هم موقعیت لري.

که څه هم د نننۍ پېښې د مرګ ژوبلې په اړه لا څه نه‌دي ویل شوي، خو د ننګرهار د طب پوهنځي د تدریسي روغتون د جراحي څانګې یو ډاکتر ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې له سیمې دوی ته شپږ ته ټپيان راوړل شوي دي.

د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډيو ته وویل چې لومړی یوه چاودنه وشوه او وروسته ډزې پیل شوې چې لا هم روانې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG