د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د ننګرهار د کډوالو چارو پر ریاست ډله‌ییزه حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي

د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې چې د کډوالو چارو ریاست باندې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وسله ...

د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې چې د کډوالو چارو ریاست باندې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وسله‌وال برید پیل شوی، لا هم دوام لري.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼی وایي چې دوه تنه بریدګر ودانۍ ته ننوتي وو چې تر دا مهاله‌یې یو تن امنیتي ځواکونو په ډزو وژلی او بل تن‌یې ودانۍ کې سنګر نیولی دی.

دی زیاتوي چې امنیتي ځواکونو تاکتیکي هڅې پیل کړي چې دوهم بریدګر هم له‌منځه یوسي.

خوګیاڼی وړاندې وایي چې د پېښې له ځایه روغتون ته ۱۱ تنه ټپیان وړل شوي دي.

دی زیاتوي چې په کډوالو چارو ریاست پر داسې مهال برید کېږي چې په ودانۍ کې دننه په کډوالو چارو کې د همکارو ادارو ترمنځ غونډه روانه وه، خو په خبره‌یې چې د برید پر مهال د غونډې ګډونوال او د ادارې یو شمېر کارکوونکي په خوندي توګه له ودانۍ څخه ایستل شوي دي.

خوګیاڼی وایي چې لا هم د ریاست پر ودانۍ کې ګڼ شمېر کارکوونکي بند پاتې دي چې امنیتي ځواکونه‌یې د ژغورلو هڅې کوي.

د برید مسؤلیت لا کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

په جلال‌اباد ښار کې یوه درنه چاودنه شوې.

تر اوسه د دغې چاودنې د نوعیت، کره ځای او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام هم په جلال‌اباد ښار کې پر یوه قومي مشر حیات خان موټربمب چاودنه وشوه.

په دغې پېښه کې د ښاغلي حیات خان په شمول د هغه ځیني ساتونکي هم ووژل شول.

تر اوسه د تېرې ورځې او د نن ورځې د چاودنو مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

نور جزئیات وروسته ...

په جلال‌اباد ښار کې د چاودنو او ډزو راپورونه ورکول شوي.

د راپورونو له مخې د ښار په مرکزي برخه کې له دولتي ودانیو سره نږدې لومړی د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي او ورپسې ډزې شوې دي.

تر اوسه پورې په دې اړه چې د چاودنو علت څه وو؟ څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

په جلال‌اباد کې په دې وروستیو کې د اکثرو حملو او چاودنو مسؤلیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG