د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

افغانې ښځې د خپلې روغتیا لپاره په چادري کې هم سپورت کوي


د دې اوونۍ په نیمه نړۍ خپرونه کې د ښځو د سهارني سپورت په اړه غږېږو.

په نوره نړۍ کې دا عادي خبره ده چې ښځې دې له کوره په ورزشي جامو کې سهار وختي راووځي او د روغې سټې لپاره دې ورزش وکړي او یا دې منډې ووهي، خو دلته په افغانستان کې ښځې په دې لاره کې هم ستونزې ګالي.

اوس مهال د افغانستان د لویو ښارونو په ځینو سیمو کې ښځې سهار وختي له کوره راوځي او ورزش کوي.

په دې منځ کې داسې ښځې ډېرې دي چې په چادري کې هم سپورت کوي، که‌یې مخونه پټ دي، خو نورو ښځو ته پیغام رسوي چې د روغتیا ساتنه په سنتي ټولنه کې هم ممکنه ده.

دغو ښځو څنګه او ولې سهارني سپورت ته مخه کړې ده؟

په دې لاره کې خنډونه څه دي؟

دا ټول په دې خپرونه کې واورئ چې فرشتې غني جوړه کړې ده.

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG