د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

دفاع وزارت: قیصاري د لګېدلو تورونو د سپیناوي په هدف نیول شوی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست نظام الدین قیصاري پر ده د لګېدلو تورونو د سپیناوي په هدف د افغان ځواکونو له لورې نیول شوی دی.

په فاریاب کې د یو شمېر خلکو له لورې د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې د مظاهرو سره ـ سره د فاع وزارت له نظام الدین قیصاري سره د قانوني چلند خبر ورکوي.

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چناګاښ۱۲» ازادي راډیو ته وویل چې نظام الدین قیصاري باید عدلي او قضايي بنسټونو ته پر ځان د لګېدولو تورونو په اړه وضاحت ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د قیصاري د نیولو پرمهال د امنیتي ځواکونو او د هغه د ساتونکو ترمنځ نښته شوې خو قیصاري نیول شوی او د څېړنو لپاره کابل ته راوړل شوی دی.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"د قیصاري په اړه تورونه موجود وه نو ځکه یې د نیول کېدو په اړه پریکړه وشوه د نیول کېدو پرمهال د ملي اردو ځواکونو او د قیصاري د ساتونکو ترمنځ ډزې وشوې خو د قیصاري ساتونکي بې وسلې شول او قیصاري نیول شوی دی."

ښاغلي رادمنش په دغه نښته کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست نظام الدین قیصاري تیره ورځ په فاریاب کې د یوې امنیتې غونډې پرمهال د افغان ځواکونو له لورې ونیول شو.

که څه هم دفاع وزارت پر نظام الدین قیصاري د لګېدولو تورنو په اړه جزئیات نه ورکوي خو څه موده وړاندې نوموړي په یوې ویډیو کې د فاریاب والي، امنیه قوماندان او ځینو نورو چارواکو ته خبر داری ورکړی چې که جمعه بازار سقوط شي او کسان یې طالبان محاصره کړي نو دی به ټول چارواکي ووژني.

نوموړي همدا راز ولسمشر محمد اشرف غني ته خاین هم ویلي وو.

له دې وړاندې قیصاري د خپلې مېرمنې او اوښي په وژلو هم تورن شوی، خو نوموړي دا تورونه رد کړي او ویلي چې ځینو رقیبانو یې ده ته دسیسه جوړه کړې ده.

نظام الدین قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم یو له نېږدې او مشهورو قوماندانانو څخه هم دی.

جنرال عبدالرشید دوستم د قیصاري د نیول کېدو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي چې نوموړی د یوې دسیسې ښکار شوی دی.

ښاغلی دوستم چې دا مهال په ترکیې کې دی د یوه پیغام له لارې له حکومت څخه د نظام الدین قیصاری د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

قیصاري په فاریاب کې د سیمه ییزو پاڅونوالو ځواکونو مشري هم کوي او له څو کلونو راهیسې د طالبانو پر وړاندې په جنګ کې ښکېل دی.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې د عمومي غونډې بحث تر ډېره د قیصاري د نیول کېدو پر مسئلې ورټول و او د جرګې ځینو غړو د هغه له نیولو سره مخالف وښود.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د جرګې مشري یې هم کوله وویل چې نظام الدین قیصاري د فاریاب د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري.

د ولسي جرګې غړي فتح الله قیصاري وویل:

" دوی غیر مسؤل وسله وال نه بلکې د ولسي پاڅون کوونکو په چوکاټ کې د دښمن پر وړاندې جنګېږي نو له همدې کبله هیله لرم چې له دې مسئلې سره په سم شکل چلند وشي او خدای مه کړه نورې ستونزې پیدا نه کړي."

له دې ټولو سره ـ سره په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی فتیح الله قیصاري وايي چې نظام الدین قیصاری په فاریاب کې ځان هېڅ چاته مسول نه ګڼه او خلک یې هم ځورولې دي.

هڅه مو وکړه چې پر نظام الدین قیصاري د لګېدولو تورونو په اړه د ده نظر هم واخلو خو دا چې نوموړی د امنیتي ځواکونو لخوا په بند کې ساتل کېږي په دې کار بریالي نه شو.

د قیصاري د کورنیو له غړو او دوستانو سره د پرلپسې اړیکو له نیولو وروسته هم د هغوی د نظر په اخیستلو بریالي نه شو.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG