د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

د پوهنې وزارت: زده کړو ته برابر ۴۴ سلنه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي


د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر وايي، د پوهنې وزارت او اړوندو نړیوالو ادارو د ګډې نوې سروې له مخې، په افغانستان کې د زده کړو په شرایطو برابر ۳،۷ میلیونه ماشومان چې ۴۴ فیصده جوړوي، د بېلابېلو عواملو له امله ښوونځي ته له تګه پاتې دي.

میرویس بلخي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۱۳مه» د دې سروې د پایلو د اعلان پرمهال وویل، له ښوونځي د پاتې ماشومانو ۶۰ سلنه نجونې تشکیلوي.

میرویس بلخي
میرویس بلخي

نوموړي وویل:

"له بده مرغه موږ د افغانستان د پوهنې په وزارت کې له یوه تریخ واقعيت سره مخ یوو، هغه دا چې د افغانستان ښوونځيو ته د تګ په شرایطو برابر نېږدې ۴۴ سلنه یعنې ۳،۷میلیونه ماشومان ښوونځيو له تګه محروم دي چې ۲،۲ میلیونه یې نجونې دي."

د پوهنې وزارت وايي، یاده سروې په تېر یو کال کې د افغانستان د پوهنې وزارت، یونیسف، د امریکا پراختیايي ادارې او سامویل هال ادارې له لورې ترسره شوې ده.

په سروې کې موندل شوې چې له خپلو مېنو بې ځایه کېدل او له وخته مخکې ودونه، ښوونځي ته د تګ په فرصتونو باندې اغېز لري، همداشان د ښځینه زده کوونکو نشتوالی، په ښوونځیو کې ناکافي اسانتیاوې او ناامني هغه عمده عوامل دي چې په جګړه ځپلو سیمو کې یې د زده کړو د خدمتونو وړاندې کول اغېزمن کړي دي.

په سروې کې دا هم راغلي چې جنسیتي تبعیض د دې لامل شوی چې په ناامنه ولایتونو، کندهار، هلمند، وردګ، پکتیکا، زابل، او ارزګان کې ۸۵ سلنه نجونې ښوونځي ته ولاړې نه شي.

بل خوا د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، روانه ناامني، ناوړه دودونه، په لېرو پرتو سیمو کې د غیر مسؤلو وسله والو وېرې، د جنسي تجاوز ترس، اختطاف او د یو شمېر نورو بېلابېلو عواملو له امله، ډېری نجونې ښونځي ته نشي تلای.

په کابل کې د کاناډا سفیر د دې سروې د اعلان پرمهال وویل، دغه سروې به د افغانستان د پوهنې د بهیر پر وړاندې خنډونه مشخص کړي.

فرانکویس راویسټ وايي، کاناډا او نړیوالو ډونرانو ته په افغاستان کې لومړني تعلیمات لومړیتوب لري.

دی وایي:

"په افغانستان کې لومړني تعلیمات کاناډا او نړیوالو ډونرانو ته لومړیتوب لري، کاناډا د نورو ډونرانو، یونیسف او افغان حکومت په لېرو پرتو سیمو کې تعلیم ته د پراخ لاس رسي له لارې د ښځینه ښوونکو زیاتوالی او د جندر له پرواګرامونو ملاتړ کوي."

بل خوا په افغانستان کې د یونیسف استازې ادیل خضر پوهنې وزارت ته د دغې سروې د سپارلو پرمهال وویل، کله چې ماشومان ښوونځي ته له تګه پاتې شي، ناوړه استفاده ورنه کېږي او د نوموړې په خبره، حتی د استثمار او ګمارنې له لوړ خطر سره مخ کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، دې سروې ته په پام به د پوهنې د ستونزو د حل لپاره ګامونه اوچت کړي او د سروې په رڼا کې به اړوندو نړیوالو ادارو سپارښتنو ته پام وکړي.

په ورته وخت کې د پوهنې سرپرست وزیر وايي چې تېر کال په ټول افغانستان کې له ۱۰۰۰ زیات ښوونځي تړل شوي وو چې د نوموړي په وینا، د دوی په هڅو له نیمايي زیات یې بېرته پرانيستل شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG