د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

ګارډین: لوېدیځ کاروونکي د تالکم پوډر په پېرلو افراطیان تمویلوي


د سټراټفور کمنټري خپرونې له طالبانو سره د سولې د خبرو د هڅو په اړه یو مطلب لیکلی دی.

په لیکنه کې راغلي چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ او افغانستان ته د زیاتو امریکايي سرتېرو لېږلو ته په کتو سږ کال د افغان اوږدې جګړې د پای ته رسولو په هدف له طالبانو سره خبرې د اټکل وړ نه بریښي.

سټراټفور کمنټري لیکي چې د اسلام اباد او واشنګتن اړیکې به هم سږ کال د افغانستان پر سر خرابې شي.

د لیکنې په دوام لولو چې په پاسنیو خنډونو سربېره د افغانستان په قضیه کې د ایران ښکېلتیا لا پسې د سولې چانسونه پېچلي کړي دي.

په نېږدې راتلونکي کې د حل لارې موندلو پر سر د طالبانو په لیکو کې جلا والی هم ستونزې ولاړې کړي دي.

سټراټفور کمنټري لیکي چې د افغان جګړې د پای ته رسېدو هېڅ څرک نه تر سترګو کېږي.

اخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي که ترهګر په افغانستان کې بریدونه زیات کړي افغان حکومت به له ناټو او امریکا مرسته وغواړي.

ګارډین:

لوېدیځ کاروونکي د تالکم پوډر په پېرلو افراطیان تمویلوي.

دا د ګارډین برینانوي ورځپاڼې د یوې مقالې عنوان دی.

په مقاله کې راغلي چې په لوېدیځ کې کارېدونکي تالکم پوډر تر ډېره د افغانستان له ختیځه د هغو کانونو له تالک ډبرو لاسته راځي چې ترهګرې ډلې پرې حاکمې دي.

تالکم چې په عامه ژبه ورته د ماشوم پوډر وايي د ماشومانو له پوډر نیولې، د سینګار تر موادو، رنګمالۍ او ان د موټرو په پرزو کې کارول کیږي.

ګارډین ورځپاڼې زیاته کړې چې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په ځینو سیمو کې چې د تالک، ماربل او کرومایت کانونه لري داعش ډله واک چلوي.

داعش ډلې په دې او ګاونډ سیمو چې پکې ډېرې زیرمې پرتې دي له طالبانو سره سختې جګړې هم کړې دي.

ګارډین ورځپاڼه د یوه رپوټ د موندنو په اساس لیکي چې داعش ډلې هڅه کړې څو پاکستان ته یوه لاره خلاصه کړي څو همدا معدني مواد په اسانۍ ور ورسوي.

امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تالکم پوډرو ډېره برخه له پاکستانه ورځي.

تالک پوډر له کانونو د طالبانو د کلنۍ درې سوه میلیونه ډالري عوایدو یوه لویه برخه جوړوي.

ګارډین ورځپاڼه د ګلوبل ویټنس کمپاین د مشر نېک ډونووان په حواله لیکلي که څه هم ټالک پوډر به په هالیووډ کې د چلیدونکي"خوني الماس" یا بلډ ډایمنډ فلم په اندازه جذابیت ونه لري خو کیدای شي یو "خوني منرال" وي.

"بلډ ډایمنډ" یا د خوني الماس فلم په افریقا کې د الماسو د استخراج له لارې د ترهګرو تمویل نندارې ته وړاندې کوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG