د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د فوټبال افغان ملي لوبډله له ۲ هېوادونو مخکې شوې


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوال فدراسیون يا فیفا په نوې درجه بندۍ کې له ۲ هېوادونو مخکې شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډله د ۱۹۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره توانېدلې چې له ۱۴۲م مقامه ۱۴۰م مقام ته ورسېږي.

افغانستان په روان کال کې تر دې مهاله توانېدلې په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ ۱۳ هېوادونه شاته پرېږدي.

افغان فوټبال ملي ټیم د اسیا په کچه هم يوه درجه پرمختګ کړی چې له ۲۹م مقامه ۲۸م ته پورته شوی.

د فوټبال د نړۍ د ۲۰۶ هېوادونو په ډله کې جرمني د ۱۵۴۴ امتیازونو په لرلو سره لومړی، برازیل د ۱۳۸۴ امتیازونو سره دوهم او بلجیم بیا د ۱۳۴۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د فیفا په نوې درجه بندۍ کې درېیم ځای خپل کړی دی.

XS
SM
MD
LG