د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

کندهار ښاریان او علماء: طالبان دې د روژې په خاطر وسله پر ځمکه کېږدي


د کندهار د دیني عالمانو د اصلاحي شورا مشر او د کندهار اوسيدونکي وایي، د روژې د مياشتې په مناسبت دوی له وسله‎والو غواړي چې له جګړې او وسله‎وال مخالفت څخه لاس واخلي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، حکومت او وسله‎وال مخالفین باید د روژې په میاشت کې د جنګ پرځای سوله وکړي.

کندهار ښاریان وايي، نور له جنګه ستړي دي او د حکومت له ټولو وسله‎والو مخالفینو يې دا غوښتنه ده چې د روژې په مبارکه میاشت کې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې او پخلاینې لار غوره کړي.

دوی وايي، روژه د برکت او رحمتونو میاشت ده او په دغه میاشت کې ټول مسلمانان باید په‎خپلو زړونو کې د کرکې او بدبینۍ پرځای مینې او ورورولۍ ته ځای ورکړي.

د کندهار د ښار یو اوسیدونکی سیف الله یې په اړه وايي:

"د وسله‎والو مخالفینو څخه دا غوښتنه لرو چې د روژې په مبارکه میاشت کې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي."

په ورته وخت کې د کندهار د عالمانو د اصلاحي شورا مشر مولوي عبيدالله فیضاني هم د روژې په میاشت کې تاوتريخوالي يو ناخوښه عمل بولي او له وسله‎والو غواړي چې په‎دې مياشت کې له هر راز مخالفته لاس واخلي.

دی وايي:

"د روژې په میاشت کې هر مسلمان مکلف دی، لکه څنګه چې د خوراک او څښاک څخه پرهیز کوي، همداسې د قتل او هر ډول ناوړه عمل څخه پرهیز وکړي، زما غوښتنه د دولت او وسله‎والو مخالفینو څخه دا ده چې په‎دې مبارکه میاشت کې سره کیني او سوله وکړي."

بل‎خوا د کندهار د سولې د ولایتي کمېټې د دارالنشا رئیس محمد عمر ساطع هم وایي، که سوله وشي هېواد به د ترقۍ لور ته روان شي او وسله‎وال به هم عادي ژوند پېل کړي.

د یادونې وړ ده چې هر اختر، روژه او د نوي کال په پیل کې افغانان په جنګ کې له ښکېلو غاړو د جګړې د بندېدو غوښتنه کوي، خو هېڅ‎کله هم د دوی غږ نه‎دی اورېدل شوی او نه هم د ټوپکو خولې ستړې شوې دي.

راپور : صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG