د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

د افغانستان دفاع وزارت: فاریاب ولایت ته تازه دمي افغان ځواکونه رسېدلي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، فاریاب ولایت ته تازه دمي افغان ځواکونه رسېدلي او د دې ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د حکومتي سرتېرو تر کنټرول لاندې ده.

په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې د فاریاب یو شمېر استازي د طالبانو له لورې د دې ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د محاصرې په اړه اندېښنه څرګندوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د طالبانو محاصره يې ماته کړې ده.

د دې وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش په ټینګار سره وايي چې د ملي اردو قطعات په یاده ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي او اوس مهال د پرمختګ په حالت کې دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دی زیاتوي:

"تېره شپه چې دولت اباد ولسوالۍ ته کوم امنیتي ګواښونه متوجې وو، د دې لامل شول چې سیمې ته ملي اردو ورسېږي او ټول ګواښونه کنټرول کړي، اوس مهال سیمه تر بشپړ کنټرول لاندې ده، هلته افغان ځواکونه حضور لري، له نېکه مرغه چې زموږ ځواکونه تلفات نه لري او دښمن ته مو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی."

ښاغلی رادمنش وايي، اوس هم په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او دغې ډلې ته د امنیتي ځواکونو له لورې سخت ځواب ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د شنبې په شپه، د همدې ولایت د بل چراغ ولسوالۍ او له دې وړاندې د بغلان د تاله ‌و برفک ولسوالۍ د سقوط خبرونه هم خپاره شول.

خو د افغانستان دفاع وزارت د دغو ولسوالیو د سقوط خبرونه دروغ وبلل او ويې ویل چې په دغو سیمو کې د مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې وسله والې نښتې روانې دي.

تېره اوونۍ د بدخشان کوهستانات ولسوالۍ هم د څو ساعتونو لپاره د دولت د وسله ‌والو مخالفانو لاس ته لوېدلې وه.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د فاریاب یو شمېر استازي وايي چې له تېرو درېيو میاشتو راهیسې يې حکومت ته خبرداری ورکړی چې وسله وال طالبان هڅه کوي چې فاریاب ته سقوط ورکړي، که پاملرنه ورته ونه شي، نو شاید د دې ولایت یو شمېر سیمې د طالبانو لاس ته ورشي.

دوی وایي، اوس مهال دولت اباد ته پر تللې لارې ټولو امنیتي پوستو سقوط کړی او د دولت اباد په ګډون، شیرین تګاب او خواجه سبز پوش له تېرې شپې راهیسې د محاصرې تر ګواښ لاندې دي.

په ولسې جرګه کې د فاریاب استازی محمد هاشم اورتاق د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"دا ولسوالۍ د فاریاب او جوزجان د لویې لارې په اوږدو کې پرتې او میمنې ښار ته نېږدې دي، که دولت اباد سقوط وکړي، شیرین تګاب او خواجه سبز پوش هم سقوط کوي او د میمنې ښار هم د شمال غرب یا جنوب له لورې د محاصرې له ګواښ سره مخ کېږي."

په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو له لورې د مخابراتي شبکو قطع کول بله هغه ستونزه ده چې ښاغلی اورتاق يې اندېښمن کړی او وايي چې له تېرې شپې راهیسې طالبانو د ټولو مخابراتي شبکو مسؤلینو ته خبرداری ورکړی چې خپل فعالیتونه باید ودوري.

نوموړی وايي، که د فاریاب امنیتي حالت ته جدي پاملرنه او یاده درېیو ولسوالیو ته تحهیزات او ځواکونه وانه ستول شي، نو د دغو سیمو خلک به د کندز د دوه کاله پخواني سرنوشت سره مخ شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG