د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د ازادي راډيو دوه خبریالان او یوه همکاره، د کابل د نننۍ پېښې شهیدان


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په شش درک کې په نننیو انتحاري حملو کې ۲۹ تنه وژل شوي او تر ۴۹ زیات زخمیان شوي دي.

په دغه حمله کې د ازادي راډيو درې کارکوونکي عبادالله حنانزی، محرم درانۍ او سباوون کاکړ شهیدان شول.

عبادالله نوی واده کړی و ، محرم د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ۳ کال محصله او سباوون کاکړ د یوه زوی پلار و.

د حملو مسؤلیت اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش منلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيونپه شش درک کې نننۍ حمله غندلې او په یوه خبرپاڼه کې یې لیکلي چې پر خبریالانو او نورو ملکي وګړو حملې وحشیانه، غیر انساني او غیر قانوني کار دی.

کمېسيون پر هغو ډلو چې پر بې ګناه وګړو خونړۍ حملې کوي، غږ کړی چې له داسې جنایتونو لاس واخلي او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی وايي چې په کابل کې په نننیو چاودنو کې د بېلابېلو خبري اژانسونو ۷ تنه خبریالان وژل شوي دي.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په حملو کې څلور خبریالان زخمیان دي.

نی نننۍ حملې د افغانستان د خلکو او د افغانستان د ازادۍ د دښمنانو کار بللی او غندلی یې دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې نننۍ حملې وغندلې.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني یوه کمیسون ته سپارښتنه کړې چې د زخمیانو څارنې ته پام وکړي.

پخواني معلومات:

د کابل په نننیو انتحاري حملو کې د ازادي راډيو خبریال عبدالله حنانزی او خبریاله محرم دراني شهیدان شوي او سباوون کاکړ زخمي دی.

ویل کېږي چې په دوهمه انتحاري حمله کې زیات شمېر خبریالانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، انتحاري حمله کوونکی د خبریالانو له لباسه چې ویډیو کمره هم ورسره وه، د خبریالانو او مرسته کوونکو ډلې په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.

د پېښې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې په غاړه اخېستی دی.

په دې ډلې پورې تړلې اژانس اعماق کې راغلي چې د کابل د ملي امنیت په ۹۰ ریاست دوی دوه غبرګې انتحاري حملې کړي او د ملي امنیت زیاتو غړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG