د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت، افغان ښځینه پولیسو ته د استوګنې ښارګوټی جوړوي


د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په افغانستان کې د ښځینه پولیسو لپاره د استوګنې ښارګوټی جوړوي.

تر راتلونکو دوو کلونو پورې به ۳۰۰ ښځینه پولیسې په هغه ښارګوټي کې ژوند پیل کړي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په مالي لګښت جوړېږي.

دا ښارګوټی چې ۱۰ بلاکونه به ولري، د ۱۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

د دوشنبې په ورځ د غوڅ ملاتړ مأموریت او افغان چارواکو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال خبر ورکړ چې د دغه ښارګوټي د لومړي فاز کار به ډېر ژر پیل شي.

د دغه ښارګوټي په لومړي فاز کې د اوسېدو درې بلاکونه جوړېږي چې ۲۶ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي چې پیسې يې د کاناډا هېواد ورکوي.

جان نیکلسن
جان نیکلسن

په همدې اړه په جوړه شوې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل:

"د نن ورځې غونډه موږ یو ګام نور هم مخ په وړاندې وړي، دا کار زیات شمېر ښځې هڅوي چې له خپل هېواده دفاع وکړي."

د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د پولیسو په لیکو کې ۳۰۰۰ ښځینه پولیسې دنده لري.

له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې هڅه کوي چې دا شمېر زیات کړي.

په افغانستان کې د دایمي استوګنې نه‌موجودیت د افغان سرتېرو په ځانګړي ډول، د ښځینه پولیسو په وړاندې ستره ستونزه ګڼل کېږي.

یو شمېر ښځینه پولیسو د استوګنې د کورونو د جوړولو په برخه کې د غوڅ ملاتړ له مأموریته مننه وکړه.

دوو ښځینه پولیسو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"سمونمل ګلالۍ یمه، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د بشر حقونو د جندر د برخې مرستیاله، د ښځینه پولیسو لپاره د استوګنې شهرک جوړولو سره ښځینه پولیسې کولای شي چې په ارامۍ سره ژوند وکړي او په دوامداره شکل به خپله دنده پر مخ یوسي."

"دوهم څارن سیما رسولي یم، د کورنیو چارو وزارت یوه پولیس افسره، د نړیوالې ټولنې څخه ځانګړې مننه کوم چې د دغه ښارګوټي د جوړولو په برخه کې له موږ سره همکاري کوي، د پولیسو د دې ښارګوټي د جوړېدو اهمیت ډېر زیات دی، بل‌خوا په دې کار کې د جندر انډول ته هم پام شوی دی."

د دوی په خبره، د ښځینه پولیسو لپاره به د دې شهرک جوړول لامل شي چې یو زیات شمېر ښځې به د پولیسو له لیکو سره یوځای شي.

دوی همدا شان غوښتنه کوي چې د پاتې نورو ښځینه پولیسو لپاره دې هم د استوګنې ورته ښارګوټي جوړ شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG