د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

فیروز: نړیوالې ټولنې له روغتیا وزارت سره خپلې مرستې کمې کړي


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي بودجې د کمښت له امله اندېښمن دی.

د «اپریل ۷» مه د روغتیا نړیواله ورځ په افغانستان کې پر داسې مهال لمانځل کېږي چې نړیوالو مرسته کوونکو ادارو د دغه هېواد د عامې روغتیا له وزارت سره تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو پورې خپله مرسته کمه کړې ده.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د شنبې په ورځ په کابل کې د روغتیا د نړویالې ورځې په مناسبت جوړي شوې غونډې ته وویل دا چې د نړیوالو مرسته کوونکو مرستې ورځ تر بلې کمېږي، پکار ده چې خپلې داخلي منایع پیاوړې کړو.

ډاکټر فیروزالدین فیروز
ډاکټر فیروزالدین فیروز

نوموړي زیاته کړه:

"د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو مرستې ورځې تر بلې کمېږي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال سل میلیونه ډالره بودجه کمه شوې ده او مرسته کوونکو ادارو خپلې مرستې کمې کړي دي، نو داخلي منابع باید ډېر شي او د دي لپاره موږ ځينې طرحې حکومت ته وړاندې کړي دي."

خو نوموړي وویل، له دغو ستونزو سره سره اوس د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري چې دا رقم دوه کاله پخوا ۶۰ سلنه و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د راپورونو له مخې لا هم د افغانستان ډېر شمېر خلک په ځانکړي ډول د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکي روغتیايي اسانتیاوو ته د نه لاس رسي له امله شکایت کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د روغتیايي کمېسیون رئیس ډاکټر مجیب الرحمان څمکني وايي چې د دوی د معلوماتو له مخي لاهم له ۴۰ سلنې نه زیات افغانان روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د روغتیا نړیواله ورځ داسې مهال لمانځو چې لاهم په افغانستان کې له ۴۰ سلنې پورته وګړي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، له روانو ستونزو سره سره موږ د پام وړ پرمختګ کړی، خو بیا هم ډېر کار ته اړتیا لرو"

ښاغلي څمکني دغه شان له نړیوالو مرسته کوونکو ادارو وغوښتل چې په دغه هېواد کې د روغتیايي ستونزو د هواري په هدف خپلې مرستې جاري وساتي.

په دغه غونډه کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی ریچارډ پیپرکان هم د تېر په پرتله په دغه هېواد کې روغتیايي خدمتونه ښه وګڼل ویې ویل چې دوی به افغانستان یوازې پرې نږدې او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG