د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

مسؤلین: په خوست کې د نري رنځ ۷۳۵ مثبتې پېښې موجودې دي


د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د تېر یو کال په موده کې يې د نري رنځ ۷۳۵ مثبتې پيښې تشخیص کړي چې ناروغان‌يې تر منظمې درملنې لاندې نیول شوي دي.

دوی زیاتوي د یاد ولایت په ۱۵ بېلابېلو روغتیايي مرکزونو کې د نري رنځ د بیمارۍ تشخیص او په وړیا ډول درملنه کېږي.

نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې د لمانځ غونډې په څنډه کې د عامې روغتیا مرستیال ډاکتر ګل محمدالدین محمدي ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال دوی د ۱۸۴۹ مراجعینو اساسي معاینات کړي چې ۷۳۵يې مثبتې پېښې وې.

دوی زیاتوي، په مثبتو پېښو کې پنځه سلنه مړینه شته چې ډېری برخه‌يې ښځې او ماشومان دي، کوم چې د ټولنې د نورو افرادو په پرتله‌يې عموماً د وجود د معافیت کچه ټیټه وي.

ښاغلی محمدي وايي چې په خوست او ټول هېواد کې په وړیا ډول د نري رنځ په تشخیص او درملنې سره یاده ناروغي تر کنټرول لاندې ده او روغتیايي مسؤلین هڅه کوي چې د ناروغانو درملنې ته‌يې په هر ځای کې وړ شرایط برابر کړي.

توبرکلوز یا نری رنځ یوه مېکروبي او ساري ناروغي ده چې د درملنې وړ ده.

د دې ناروغۍ له کبله هر کال د نړۍ په کچه یو میلیون او درې لکه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د خوست د نري رنځ د کنټرول د لابراتوار د برخې مسؤل ډاکتر زاهدالله هلال وايي چې په یاد ولایت کې د نري رنځ د تشخیص او درملنې ۱۵ مرکزونه موجود دي چې ټول خدمتونه‌يې وړیا دي.

زاهدالله هلال له خلکو وغوښتل هغه کسان چې له دوه اوونیو ډېر ټوخی او بلغم ولري، د تشخیص او درملنې لپاره دې د نري رنځ مرکزونو ته ورشي.

دیني عالم مولوي سردار ځدراڼ هم له کورنیو غوښتنه وکړه چې خپلو اولادونو ته د نظافت او روغتیا ساتنې مسئلې وښيي.

ده په ځانګړي ډول د ښځو سره د روغتیا په برخه کې د مرستې یادونه وکړه او ويې‌ویل، ښځو ته باید د روغتیا ساتنې اسانتیاوې ډېرې شي.

د روغتیايي کارکوونکو په وینا د نري رنځ د ناروغۍ درملنه له ۶ تر ۸ میاشتو پورې موده نیسي او باید ناروغ پرته له وقفې په منظم ډول درمل وخوري، د دې ناروغۍ د درملنې په پیلولو سره د ناروغۍ د خپرېدو کچه کمېږي او د درملنې په دوام سره د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی کېږي.

هغه ناروغان چې د سږي نري رنځ لري د ټوخي، پرنجي او د خبرو کولو په وخت کې باید خپله پزه او خوله د یو دستمال په واسطه وپوښي او بلغم هر ځای تو نه‌کړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG