د افغانستان د فوټبال ټیم نن سې شنبه د اسیايي هېوادونو د اتلولۍ جام ته د لار موندنې د لوبو په لړۍ کې له کمبودیا سره د مسابقې ډګر ته وځي.
دا لوبه د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې کېږي.
افغانستان که بریالی هم شي اسیايي لوبو ته لاره نهشي موندلی ځکه له مخکېنیو سیالیو یې مطلوبه نتیجه نهده ترلاسه کړې.
خو د افغانستان د فوټبال ټیم روزونکي او کپټان دواړو ویلي چې لوبډلهیې د بریالیتوب تر لاسه کولو لپاره ډګر ته وځي.
بلخوا ټاکل شوې چې د کرکټ ملي لوبډله نن د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي سیالیو د اتلولۍ له جام سره، له زېمبابوې کابل ته ورسېږي.
تمه کېږي چې د کرکټ مینهوال به د لوبډلې تود هرکلی وکړي.