د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

د ایران په فجر سیالیو کې افغان لوبغاړو ۶ مډالونه وګتل


د ایران په فجر سیالیو کې د وزن پورته کولو افغان لوبغاړي د شپږو مډالونو سره هېواد ته ستانه شول.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د وزن پورته کولو درې لوبغاړي فضل کریم ترکمن، میرویس رازقي او زبیر نظري په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره ایران ته تللي وو.

د فجر د وزن پورته کولو درېیم پړاو نړیوالو سیالیو کې فضل کریم او میرویس رازقي وتوانېدل چې د برونزو درې درې مډالونه خپل کړي.

دغه سیالۍ د روان میلادي کال د مارچ په ۶مه نېټه د ایران په اهواز ښار کې پیل شوې.

XS
SM
MD
LG