د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

نجیب دانش: په کابل ښار کې انتحاري حملې یو تن وژلی او ۴ټپیان دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په قابل بای سیمه کې انتحاري حملېی یو تن وژل او څلور نور یې ټپیان کړي.

ښاغلي نجیب زیاته کړه چې دغه انتحاري حمله نن سهار ۹ بجې د یوه سوزکي موټر په واسطه په سیمه کې د بهرنیو سرتېرو پر کاروان رامنځته شوې ده.

نجیب وویل چې په دغه حمله کې بهرنیو سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.

پخواني معلومات

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د قابل بای په سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د یاد خبر په تائید سره ازادي راډيو ته وویل چې په دغه چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ښاغلي نجیب زیاته کړه چې دغه چاودنه د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شویو چاودېدونوکو موادو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې دغه چاودنه په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د یوه قراردادي شرکت پر موټر شوې ده.

تر دامهاله ددغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG