د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

فیصل: عبدالله د بشري سرغړونو پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې


د حکومت اجرائیه رئیس نن دوشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وینا وکړه چې شېبه مخکې پای ته ورسېده. افغانستان د روان کال له پیله د بشري حقونو د شورا ۳ کلن غړیتوب ترلاسه کړ.

عبدالله عبدالله چې د لومړي ځل لپاره دې شورا ته د افغانستان په استازیتوب خبرې کولې، په افغانستان کې د بشري سرغړونو پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

هغه له نړیوالې غوښتنه وکړه چې د هغو هېوادونو او ډلو پر ضد چې افغانستان ته ماینونه استوي او پر ملکي وګړو د حملو لپاره یې کاروي اقدام وکړي.

ښاغلي عبدالله د نننۍ وینا د جزئیاتو په اړه د ازادي راډیو خبریال احمدتکل د اجرائیه ریاست له مرستیال ویاند جاوید فیصل سره مرکه کړې.

ښاغلي فیصل په پیل کې هغه موارد په لنډیز سره یاد کړل چې اجرائیه رئیس په خپله وینا کې خبرې پرې وکړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG