د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

د ماشومانو د خوارځواکۍ لاملونه!


ماشوم ته د مناسبو خوړو نه‌رسېدل د خوارځواکۍ سبب کېږي.

ځینې کورنۍ وایي چې دوی کمزوری اقتصاد لري، نو ځکه نه‌شي کولای چې خپلو بچو ته هغه خواړه برابر کړي چې بدن‌یې ضرورت ورته لري.

خو ډاکتران بیا دا خبره نه‌مني وایي چې ډېری کورنۍ بې‌پروا دي، دوی د ماشوم لپاره مناسب خواړه په کور کې لري، خو نه‌یې ورکوي.

د بېلګې په توګه په هر کور کې لوبیا، وریجې، غوړي او نور هغه څه شته چې دوی یې هره ورځ کاروي، خو بیا یې هم ماشوم ته نه‌ورکوي، د وخت په تېرېدو سره کوچنی په خوارځواکۍ اخته شي.

د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG