د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د امریکا د پوځ جګپوړی قوماندان: طالبان لاهم د هلمند پر نیمايي قلمرو ولکه لري


د امریکا د پوځ یو جګپوړی قوماندان وايي چې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد په جګړه کې ښه پرمختګ کړی.

په افغانستان کې د امریکا د پلیو سمندري ځواکونو یو قوماندان برید جنرال راجر ټرنر« Roger Turner» وايي، له هغه وخته چې امریکايي پوځیان په هلمند کې دېره شوي دي، دی له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو په وړتیا کې زیات پرمختګ ويني.

خو ټرنر چې پرون د امریکا په دفاع وزارت کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله دا یادونه هم وکړه چې وسله وال طالبان اوس هم د هلمند ولایت پر نیمايي قلمرو ولکه لري او افغان او امریکايي ځواکونه په هلمند او د هېواد د جنوب په ولایتونو کې په سختو جګړو کې ورسره ښکېل دي.

افغانستان کې د امریکا د پلیو سمندري ځواکونو یو قوماندان برید جنرال راجر ټرنر
افغانستان کې د امریکا د پلیو سمندري ځواکونو یو قوماندان برید جنرال راجر ټرنر

په هلمند کې پخوا هم امریکايي ځواکونه دېره وو، خو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې وروسته له هغه له دې جګړه ځپلي ولایت څخه ووتل چې امریکا او متحدانو یې له افغانستانه خپل ډېری سرتېري وایستل، خو نهه میاشتې مخکې د امریکا د حکومت د نوې تګلارې له مخې هلمند ته نور امریکايي پوځیان واستول شول.

د امریکا او ناټو ځواکونو د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورساوه، د پوځي عملیاتو مشري یې افغانانو ته وسپارله او د دوی ونډه له جګړې څخه د افغان ځواکونو روزنې ته بدله شوه.

جنرال ټرنر د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د نړیوال ائتلاف په مشرتابه کې د خپل خدمت د دورې له بشپړولو وروسته نژدې ۱۰ ورځې مخکې امریکا ته ستون شو.

افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد په جګړه کې ښه پرمختګ کړی.

د ټرنر پر ځای برید جنرال بنجامین واټسن «General Benjamin» په داسې حال کې په هلمند کې د امریکا د پوځي قرارګاه د قوماندان پر دنده ګومارل شوی چې په پام کې ده د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امر سره سم دې ولایت ته نور سرتېري واستول شي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د محاربوي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته وسله والو طالبانو د هېواد په اکثر سیمو، په تېره په هلمند کې چې د کوکنارو پراخې کروندې لري، ډېرې سیمې ونیولې او سیمه ییز چارواکي اټکل کوي چې وسله والو مخالفینو د دې ولایت په سلو کې پر نېژدې ۸۰ قلمرو ولکه ټینګه کړې ده.

برید جنرال بنجامین واټسن
برید جنرال بنجامین واټسن

د دې څرګندونو په ځواب کې امریکايي چارواکو په هلمند کې د دېره افغان ځواکونو د روزنې لپاره د پلیو سمندري ځواکونو د ۳۰۰ سرتېرو استول اعلان کړل.

د ۲۰۱۷ میلادي کال په اپرېل میاشت کې افغانستان ته له رسېدو په را وروسته لومړیو څو میاشتو کې جنرال ټرنر په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ده تر قوماندې لاندې ځواکونه وتوانېدل له افغان ځواکونو سره د ځینو سیمو په بېرته نیولو او په ځینو نورو کې د امنیت په ښېګڼه کې مرسته وکړي.

نوموړي هغه مهال همدا راز ویلي و چې د امریکايي ځواکونو له رسېدو وروسته د افغان ملي دفاعي ځواکونو تلفات هم په سلو کې ۴۰ راکم شوي دي.

د امریکا پوځ هلمند ته د «اې. لس» په نوم جنګي جټ الوتکې هم واستولې، څو طالبان او د مخدرموادو کاروباریان په نښه کړي.

ولسمشر ټرمپ په اګست میاشت کې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه چې له مخې یې واشنګټن د افغان ځواکونو د روزنې لپاره نور درې زره سرتیري هم افغانستان ته واستول.

XS
SM
MD
LG