د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر: د وسله‌والو ضد مبارزه به په جدیت مخته یوسو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره یو وار بیا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او له افغانستان څخه بهر د ترهګرو د پټن‌ځایونو د له‌منځه وړلو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان جي ساليون د سې شنبې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» په ماښام په کابل کې د امریکا په سفارت کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې د ترهګریزو ډلو پر ضد مبارزه به په جدي توګه پر مخ ولاړه شي.

نوموړي دغه‌شان ویلي، وسله‌وال طالبان باید پر دې پوه شي چې امریکا به په دوامداره شکل له افغانستان سره ولاړ وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان جي سالیون.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان جي سالیون.

نوموړي زیاته کړه:

"طالبان باید له افغانستانه زموږ د وتلو په تمه نه‌وي، ځکه له دې هېواد سره زموږ ژمنه په وخت پورې نه‌ده تړلې او موږ په دايمي ډول همکاري کوو، موږ به د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې، د جګړې د ختمولو، د سولې او امنیت پر ټينګښت او د دې لپاره چې افغانستان ښه راتلونکې ولري همکاري وکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان جي سالیون د سې شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او له ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‌الدین رباني سره‌یې وکتل.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي چې افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او جان جي سالیون د ترورېستي ډلو او د دوی د ملاتړو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.

ښاغلي فیصل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۱» ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان او امریکا پر ټولو هغو امکاناتو غور کوي چې له افغانستانه بهر د ترورېستانو د پناه ځایونو د له‌منځه تلو سبب کېږي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"د خبرو او بحثونو اصلي محور د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې له افغان ځواکونو سره پر ملاتړ وو، په دې برخه کې به ډېر تمرکز پر هغو ادرسونو وي چې له هغه ځایه پر افغانستان جنګ تحمیلېږي. دواړه هېوادونه له خپلو متحدینو سره دا موضوع له نږدې تعقیبوي او پر ټولو هغو امکاناتو غور کوي چې په نتیجه کې یې دا مرکزونه له‌منځه ځي او په افغانستان کې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې وروستی هدف په لاس راځي."

په همدې حال کې د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي غني او جان سالیون د اقتصادي پرمختګونو، د سیمه‌ییز ترورېزم سره پر مبارزې، ښې حکومتوالۍ او پر ځينو نورو مسایلو خبرې وکړې.

له دې سره د سیاسي چارو کارپوه داوود مایار وايي، په اوسنیو شرایطو کې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سفر ښيي چې امریکا د ترورېزم او د هغوی د ځالو پر وړاندې نور غلی نه‌پاتې کېږي.

داوود مایار
داوود مایار

نوموړي زیاته کړه:

"له نېکه‌مرغه د امریکا ګټې ایجابوي چې د اکاډمیکو اصطلاحاتو څخه خپل اصلي برداشت ولري او اصلي برداشت دا دی چې ترورېزم، ځالې او ځای یې مشخص دی. زه ډاډمن یم چې امریکا د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې پاکستان تر ډېرو فشارونو لاندې راولي او باید د ترورېزم ځالې خنثی کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې کابل ښار او ځیني ولایتونه په تېرو دوو اوونیو کې د وسله‌والو مخالفینو د خونړیو حملو شاهدان وو او د امریکا ولسمشر ویلي چې له طالبانو سره خبرې نه‌کوي.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

افغان حکومت هم د کابل د وروستیو حملو په ځواب کې ویلي چې له دې وروسته به سوله د جګړې له ډګره ترلاسه کړي.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د ولسمشر وروستۍ خبرې جګړه خوښونکی دریځ بللی دی.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG