د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

اوټ لوک: حکومت په سیستم کې د جاسوسانو په پېژندګلوۍ کې پاتې راغلی


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د افغان امنیتي ادارو پر ناکامۍ او د ټرمپ د ادارې پر نوې ستراتېژۍ په پورته شویو انتقادونو بحث کړی دی.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې د یوه امریکایي کتونکي په حواله لیکلي دي چې د افغانستان لپاره د ټرمپ د ادارې اوسنۍ ستراتېژي د کار نه‎ده.

ورځپاڼه لیکي:

د وېلسن د تحقیقاتي مرکز د جنوبي اسیا د څانګې مسؤل مایکل کوګلمن په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې ویلي دي چې د ټرمپ د ادارې اوسنۍ ستراتېژي حالات نه‎شي سمولی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي کوګلمن د افغان حکومت ځینو کمزوریو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې اوسنی حکومت په کورنیو سیاسي لانجو کې ښکېل دی او نه‎شي کولای خپلو خلکو ته لومړني خدمات چې د امنیت ټینګښت او د روزګار برابرول دي وړاندې کړي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا موجوده حالاتو ته په کتو سپارښتنه کړې چې له نړۍ سره د اړیکو سربېره په هېواد کې موجوده حقایق باید له سره تعریف شي.

د افغانستان لپاره د ټرمپ د ادارې اوسنۍ ستراتېژي د کار نه‎ده.
  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په یوه تفصیلي مطلب کې له کانټیننټال هوټل څخه نیولې د صدارت د څلور لارې تر حملې پورې وروستیو خونړیو پېښو ته په اشارې لیکلي دي چې حقایق دا جوتوي چې امنیتي ادارې د دې پېښو په وړاندې مسؤلې دي او د شوي غفلت لپاره د دې ادارې مشران باید محاکمې ته راښکل شي.

ورځپاڼې وړاندې په ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې په افغانستان کې د وروستیو حملو په پام کې ساتلو سره چې بشري جنایت دی، د حقاني شبکې په وړاندې اقدام وکړي او دا ځکه چې دې شبکې په څرګند ډول د دغو خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د حقاني شبکې غړي چې په پاکستان کې دي او د دغه هېواد د استخباراتو له‎خوا یې ملاتړ کېږي، باید د بندیزونو په تور لېست کې شامل شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د وروستیو خونړیو حملو په اړه د امنیتي او دفاعي ادارو د مشرانو څرګندونې راخیستي او لیکلي یې دي چې د امنیتي ادارو د مشرانو له‎خوا استعفا ورکول د ستونزې حل نه‎دی، بلکې د حل‎لاره زیات کار کول او د هېواد او د خلکو د دښمنانو په وړاندې ریښتینې او جدي مبارزه ده.

د ورځپاڼې په وینا دا هغه څه دي چې د امنیتي ادارو مشرانو ترې سرغړونه نه‎ده کړې.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا د ځینو طالب مشرانو په اړه د امریکا وروستي اقدام ته اشاره کړې چې له مخې یې دغه مشران په تور لېست کې شامل کړای شوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا دې او مخکېنیو اقداماتو پاکستان لا زیات وارخطا کړی او له وېرې سره‌یې مخامخ کړی دی.

  • افغانستان ما

افغانستان ما ورځپاڼې بیا د ترورېزم په خلاف مبارزه د اسلامي هېوادونو ګډ مسؤلیت بللی دی او لیکلي یې دي چې تر هغو چې له ځینو ډلو او په تېره بیا له طالبانو سره د پاکستان، ایران، سعودي عربستان او د افغانستان د ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو اړیکې له‎منځه ولاړې نه‎شي، نو په اسلامي هېوادونو کې به د ترورېزم په خلاف د مبارزې صف ونه‌تړل شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې یوازې هغه مهال د اسلامي هېوادونو له لمنې د افراطیت داغ پاکېدای شي چې دغه هېوادونه د افراطیت په وده کې او همداراز د هغې په وړاندې په مبارزه کې خپل رول ومني.

  • اوټ لوک

د اوټ لوک انګلیسي ژبې ورځپاڼې بیا په حکومت انتقاد کړی دی چې په سیستم کې د موجودو جاسوسانو په پېژندګلوۍ کې پاتې راغلی دی.

ورځپاڼې وړاندې د مشرانو جرګې د یوه غړي په حواله لیکلي دي چې په نظام کې دننه ځیني کسان شته چې له طالبانو سره همکاري کوي.

ورځپاڼه لیکي:

په افغان حکومت او د هغې په امنیتي دستګاه دا انتقادونه داسې مهال کېږي چې اوس اوس د حملو په یوه نوې څپه کې چې مسؤلیت‌یې طالبانو او داعش منلی دی، په سلګونه کسان ووژل شول.

ورځپاڼې د مطلب په پای کې د ځینو کتونکو دا سپارښتنه راخیستې چې خلک باید د یو دولت له‎خوا د تمویلېدونکي ترورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره یو شي او په‎دې توګه خپل هېواد او خلک وژغوري.

XS
SM
MD
LG