د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د هرات د غوریان ولسوالۍ د مالګې د کان د ایستلو تړون لاسلیک شو


له درې کلن ځنډ وروسته بالاخره د کانونو او پټرولیم وزارت وتوانېد یو ځل بیا د کانونو د استخراج تړون لاسلیک کړي.

دا ځل د هرات د غوریان ولسوالۍ د مالګې د کان د استخراج تړون له "ناصر امید" خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» د قرارداد د لاسلیک پر مهال وویل چې د یاد قرارداد له مخې به یاد شرکت په یو ټن کې حکومت ته ۱۰۶۵ افغانۍ ریالیټي ورکوي.

نرګس نهان
نرګس نهان

نوموړې زیاته کړه:

"زموږ د ابتدايي محاسبې له مخې، د دغه کان د ریالیټي له درکه به په کلني ډول د کانونو وزارت ته ۲۶ میلیونه افغانۍ عواید راځي."

نوموړې زیاته کړه چې د دغه کان د استخراج له درکه به په کال کې ۲۶ میلیونه افغانۍ عاید ملي بودجې ته ورځي.

د هرات په ولایت کې د غوریان د مالګې د استخراج قرارداد په ۱۳۸۴ کال کې د ۱۰ کلونو لپاره یو بل شرکت ته ورکړل شوی و چې افغان حکومت په کلني ډول ۳.۱ میلیونه افغانۍ ورڅخه عاید ترلاسه کول.

نرکس نهان وايي، "ناصر امید" شرکت ژمنه کړې چې د دغه کان پر استخراج باندې به ۴۰۰ زره امریکايي ډالره پانګونه کوي.

اغلې نهان وايي، د قرارداد له مخې یاد شرکت به په سیمه کې خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو لپاره ۷۰ زره ډالر لګوي، د چاپېریال د ښه‌والي لپاره به ۳۰ زره ډالر لګوي او پر دې سربېره به یو روغتیایي کلینیک د ۲۵ زره امریکایي ډالرو په لګولو فعال کړي.

د "ناصر امید" شرکت استازی بصیر احمد وايي، پر دې سربېره به د کان د استخراج سره سم شااوخوا دوه زره افغانانو ته د کار زمینې هم برابرې شي.

مالګه
مالګه

نوموړي زیاته کړه:

"ناصر امید د مالګې استخراجي شرکت ژمن دی چې د ایوډین لرونکې مالګې په تولید سره به له ۲۰۰۰ زیاتو هېوادوالو ته د کار زمینې برابروي او د قرارداد او قوانینو مطابق به خپل کارونه پرمخ وړي."

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته وايي، د مس عینک د کان په ګډون ۱۴ لوی داسې پروژې شته چې قراردادونه‌یې لاسلیک شوي، خو د نوموړې په خبره قراردادونه زیاتې تخنیکي، حقوقي، مسلکي او شفافیتي ستونزې لري.

نرکس نهان وايي چې یوې کاري تخصصي ډلې په دغو پروژو کار پیل کړی، څو د اقتصاد عالي شورا ته راپور وړاندې کړي.

د اغلې نهان په وینا که چېرې ستونزې حل شي د قرارداد په تطبیق کار پیلېږي او که داسې نه‌شي، ممکن شوي قرارادونه فسخه شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG